هلمند: محبس کې زندانيانو د اعتراض په توګه شونډې ګڼدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت په مرکزي زندان کې يو شمير زندانيانو د زندان د مسؤلينو د ناوړه چلند له امله خپله شونډې ګنډلي او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه يې کړې ده.

معترضو زندانيان ویلي چې له دوی سره يې په يو بلاک کې په نشو روږدي کسان اچولي دي چې اوس مهال ناروغان هم دي چې نور زندانيان ورسره په مشکل اخته دي.

همدا راز زندانيانو د زندان د مسئولينو له لوري د هغې چارې د بندېدو غوښتنه هم کړې ده چې له مخې يې له يوې خونې څخه بلې ته زندانيان لېږدول کيږي او هلته په نشو روږديو زندانيانو سره نور زندانيان په يوه خونه کې اچول کيږي.

معترضو زندانيانو ددې ترڅنګ د زندان داخل ته د نشه يي توکو د انتقال د بنديدو غوښتنه هم وکړه او ويلي يې دي چې په نشو روږدو زندانيانو ته د خپلو خلکو لوري نشه يي توکي راوړل کيږي چې له استعمال سره يې نور زندانيان هم په تکليف کې دي.

د دې ستونزې د څېړلو له پاره د هلمند د ولايتي شورا رئيس عطاء الله افغان او د هلمند د والي مرستيال په ګډون څو تنه چارواکي زندان ته ورغلي دي او له زندانيانو سره يې د هغوی د ستونزو د حل په اړه ژمنه کړې ده.

عطاء الله افغان ويلي چې د زندان له مسؤلينو سره يې ليدلي دي او هغوی زندان ته د نشه يي توکو د وړلو د مخنيوي او د زندانيانو نورو ستونزو ته د رسيدګۍ ژمنه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د دولت په زندانونو کې له زندانيانو سره د ناوړه چلند راپورونه او شکايتونه ورکړل شوي دي، خو لاهم افغان زندانونو کې د شکنجو او اذيت لړۍ روانه ده.

بايد وويل شي چې زندانونو ته د نشه يي توکو د انتقال له پاره د زندان ساتونکو ته رشوت ورکول کيږي چې له همدې لارې د زندانيانو خپلوان او پيوازان هر ډول توکي د زندان داخل ته انتقالوي.

تر دې وړاندې په پلچرخي کې هم ډیر ځله د طالب زندانيانو له لوري اعتراضونه، د نه خوړلو اعتصاب او د خولو ګنډلو ګام پورته شوی دی خو حکومت يې د ستونزو په حل کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د