د خلیلزاد دریم سفر

نن ټکی اسيا سرليکنه

د خبري رسنیو د خبر له مخې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خلیلزاد د خپل سوله ییز ماموریت لپاره په دریم سفر اسلام آباد ته رسیدلی دی.

ښاغلی خلیلزاد په داسې حال کې دریم سفر پیلوي چې د نوموړی له سفر سره هم مهاله د امریکا د دفاع وزیر جیمس میټس او همدا راز د ناټو سرمنشي په جلا جلا تعبیرونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر پاتي کیدو ټینګار کوي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موضوع د طالبانو او متحده ایالاتو د مذاکراتي خبرو اساسي ټکی دی.

طالبان د افغانستان د جګړې او په دې هیواد کې د ټولو ناخوالو لامل دلته د بهرنیو ځواکونو موجودیت بولي او په ټینګار سره د هغو د وتلو او یا د وتلو لپاره د معین تقسیم الاوقات اعلانولو غوښتنه کوي.

خو مقابل لوری بیا د طالبانو د غوښتنې برعکس په ټول توان سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر پاتي کیدو ټینګار کوي.

د دغو دواړو دریځونو د تقارب لپاره طالب او امریکايي چارواکي په چنو وهلو لګیا دي و به کتل شي چې کوم یو مقابل لوری ته په قناعت ورکولو بریالی کیږي.

که څه هم چې هم امریکا او هم د هغوي په دستور د ناټو تړون په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون لازمي ګڼي ، ولي یو یې هم د هغوی د شتون لپاره په شرائطو او مقرراتو خوله نه چوله کوي.

افغانان او نړیوال د سر په سترګو ویني چې همدا سر ایله ځواکونه هره ورځ د مخالفینو د ځپلو په پلمه هره ورځ ولسي خلګ وژني ، کورونه یې ور بمباروي او ممتلکات یې ورسوځوي.

د افغانانو په هيواد کې د بهرنیانو دغسی خپلسري د طالبانو ترڅنګ هیڅ افغان ته د قبول وړ نه ده ، د ګډ حکومت د پارلماني استازیو لخوا له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا کتلو او یا هم لغوه کولو غوښتنه یې ښکاره بیلګه ده.

دا یوه مسلمه خبره ده چې په افغانستان کې امریکايي شتون د افغانانو د مصلحت لپاره نه ، بلکې د امریکايي مصالحو لپاره دی ، همدا وجه ده چې د هغوی له شتون سره د افغانانو د مخالفت ترڅنګ شدید سیمه ییز مخالفت هم موجود دی.

د افغانستان شرائط له نورو هغو هیوادونو سره چې امریکا ورکې پوځي اډې لري ډیر توپیر لري.

که امریکایان ، افغانستان هم پر هغو هیوادونو قیاسوي او دلته هم د دائمي شتون په لټه کې وي دا که له هرې لارې وي پایلې به یې د افغانستان او سیمه ییز ثبات لپاره ډیرې خطر ناکې وي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

دا چې يرغلګرو امريکايانو له مذاکراتو سره هم مهاله خپل وحشت ته زور ورکړی، د طالبانو مذاکراتي ټيم ته ښايي چې په دا ځل خبرو کې په خپل موقف کې مزيد جديت وښايي تر څو دا د خرې د زامنو عقل له پوندو څخه سر ته راشي او د افغانانو ارادو ته د تسليم او احترام سر ټيټ کړي.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی! امریکایان هغه حریص ، خبیث او استثمارګر انسانان دی په فساد، ګډوډیو او بی عدالتیو کی د نورو له حقه حقوقو ناوړه استفاده یا استثمار کوی ، ددی د پاره یی زمونږ هیواد اشغال کړی ، دوی کله هم سوله نه کوی مګر هغه چه مجبوره شی حتی په مجبوریت کی چه ورته د تیښتی کومه کړکی پرانستل شی شاته کیږی ، ښه مثال د سعودی او ایران تر منځ د سطرنج لوبه ، اوباما ورسره د ذروی وسلو په سر د روغی څه تړون او ترمپ له هغه تړون واپس… نور لوستل »