
ناټو: روسيه او ایران بايد د افغانستان سولې بهیر ملاتړ وکړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ناټو سرمنشي له ایران او روسيې غوښتي، چې د افغانان په مالکيت د افغانستان سولې بهير ملاتړ وکړي.
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو له غونډې مخکې نن سه شنبه په بروکسل کې رسنيو ته ويلي، چې ناټو د افغانستان سولې بهير ملاتړ کوي او غوښتنه يې کړې، چې د روسيې او ایران په ګډون د سيمې هېوادونه هم بايد له دې بهیره ملاتړ وکړي او طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته په حاضرولو کې مرسته وکړي.
د ناټو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د بلجيم په پلازمينې بروکسل کې پيل شوې او د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم په دغه ناسته کې د ګډون لپاره بروکسل ته رسېدلی دی.
د ناټو سرمنشي تېره ورځ هم ويلي و، چې افغانستان لا هم د ناټو لپاره له ګواښونو ډک هېواد دی او له دې ځايه د ناټو عسکرو وتل به دروند زيان ولري.
ینس سټولټنبرګ او همدارنګه د امریکا دفاع وزير ويلي، چې دوی په افغانستان کې سوله غواړي، خو خپل عسکر له دې ځايه نه باسي.
دغو دواړو مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد د سيمې هېوادونو په سفر وتلی او غواړي، چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
طالبانو ويلي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل حتمي او امریکايي ځواکونه به اړ کړي، چې له افغانستانه ووځي.