افغانستان

ننګرهار کې د يو شخصي تلويزيون رئيس تښتول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار څلورمه ناحيه کې د انعکاس په نامه د يو سيمه ييز راديو تلويزيون رئيس انجينر زلمی د ناپيژاندو وسله والو له لوري تښتول شوی دی او د هغه موټر چلونکی وژل شوی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې انجينر زلمی نن ماښام له خپل زرهي موټر څخه د ښکته کېدو په حال کې و چې د ناڅرګندو وسله والو له لوري تښتول شوی دی او د هغه موټر چلوونکی يې وژلی دی.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې د انجينر زلمي د موندلو هڅې يې پيل کړي دي.

پوره يو کال وړاندې د دسمبر په ۳ مه نېټه هم په ننګرهار کې د انعکاس راډيو تلويزيون مرکزي دفتر ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوې وې چې په نتيجه کې يې د ملي امنيت ښاري مدير په ګډون ۴ امنيتي سرتيري وژل شوي وو او ۶ سرتيري نور ټپيان شوي وو.

انعکاس راډيو تلويزيون د تير زيږديز کال د ا پريل د مياشتې په پنځمه نېټه په جلال اباد ښار کې په فعاليت پيل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x