افغانستان

شيدا محمد ابدالي: ارګ راڅخه غير قانوني غوښتنې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په هندوستان کې د افغانستان پخوانی سفير او د ولسمشريزو ټاکنو نوماند شيدا محمد ابدالي وايي چې په هندوستان کې د خپلې دندې پرمهال ترې ارګ غير قانوني غوښتنې کړي دي.

ابدالي په يوه تازه مرکه کې ویلي دي چې په هندوستان کې د سفارتي چارو او فعاليتونو د ترسره کولو پر مهال څو څو ځله ورڅخه ارګ راپورونه غوښتي دي چې دا یو غير قانوني غوښتنه وه.

نوموړی وايي چې د راپور ورکولو اصلي مرجع د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت و خو ارګ څو څو ځل دا هڅه کړې ده خو هغه زياتوي چې د ارګ دا ناقانونه غوښتنه يې نه ده منلې.

نوموړي ويلي دي چې په حکومت کې پراخ فساد او کمزورې حکومتولي هغه څه دي چې په افغانستان کې يې ملي يو والی زيانمن کړی دی.

تر اوسه د شيدا محمد ابدالي ددې څرګندونو په اړه ارګ څه نه دي ویلي خو د نوموړي په څېر نورو چارواکو هم له استعفاګانو وروسته د حکومت ځينې پټې خبرې او معاملې افشاء کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

انډیواله په مخ مو ولې را تف کوې تر اوسه پورې ددې فاسد دولت مامور او استازی وې او هغه مردار دالر دخوړل اوس ابدالي شوې د افغانستن یووالی غواړې! او ابدالیانو د هم ولا که کوم لوی کار کړې وي ! اوس غواړې چې رائی وګټې نو دغه چیټي خبرې کوې ! راپور ور کول اونه ورکول د افغانستا داولس اوازادي په درد نخوري دا هسې ستا یوه لودګي په توان دڅلورو ده !!!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x