ایا د امریکا په جنګ کی افغانانو ګټه کړی او که تاوان ؟؟؟

لیکونکی: س کاکړ

د تجارت له نظره یو رڼا پری اچوومه

ځینی د غرب او امریکا ګوډاګیان وایی که امریکا او غرب ووځی نو مونږ به څه خورو او یا روزی به د کوم ځایه کیږی ، د دوی شه مثال دا دی چی دا بلډنګونه امریکا راته جوړ کړی دی ، دوی ته بلډنګونه او خپل ډالری معاشونه ښکاری خو دا په زرګونو او په لکونو میندی چی بوری شوی ، ښځی چی کونډی شوی ، خویندی  چی بی وروره شوی هغه نه ښکاری ، په زرګونه هدیری ډکی شوی هغه نه ښکاری ،

د ملیاردونو ډالرو ذخیری یی ویوړلی هغه نه ښکاری

دوی ته صرف خپل ډالری معاشونه ښکاری خو دا چی په زرګونو نور افغانان بیکاره ګرځی هغه نه ښکاری ، ساده موضوع ده ، دوی ځان پرسته دی د بل افغان پرواه نه لری بس د دوی معاشونه دی حواله وی نور افغانان دی خپل کار کوی ، راځی لږ ریاضیکی حساب وکړو او د تجارت له نظره ورته وګورو ، د2016  کال راهیسی امریکا په جنګ کی د امریکا مرستی د افغانانو سره او افغانانو تاوانونه په دی دوران کی مقایسه کړو.

د اشرف غنی په وینا په تیرو څلورو کلونو کی 28000 ملی اردو او پولیس وژل شوی دی ، زخمیان خو پریږده ،

ملکی کسانانو مرګ ژوبله د 2015 کال راهیسی د یوناما د معلوماتو په اساس په لاندی ډول ده

۲- په 2015 کال 3545 ملکی کسان وژل شوی دی او 7457 ملکی کسان زخمیان شوی دی

۳-په 2016 کال کی 3498 ملکی کسان وژل شوی دی او 7920 ملکی کسان زخمیان شوی دی

۴- په 2017 کال کی 1662 ملکی کسان وژل شوی دی

۵- په 2018 کال صرف په نومبر میاشت کی 1982 افغانان وژل شوی دی ، که د پوره کال حساب وکړو او د یوناما د معلوماتو په اساس ورته وګورو نو 2018 کال د کړو شمیر به 20000 شل زره وی .

د طالبانو د وژل شویو شمیر معلوم نه دی ، خو تیرو څلورو کلونو کی د افغانستان د مطبوعاتو په اساس که د ورځی د طالب د مړو شمیر شل کسان حساب کړو نو یو کال 365 ورځو کی به د طالب د مړو شمیر 7300 کسان شی چی په څلورو کلونو کی به د طالب د مړو شمیر 29200 ته ورسیږی .

مطلب تیر څلور کلونو کی مجموعه 28000 ملی اردو وژل شوی ، مجموعه 28614 ملکی افغانان وژل شوی دی او 29200 طالبان وژل شوی دی ، مجموعه 85814 افغانان تیرو څلورو کلونو کی وژل شوی دی چی په دی کی زخمیان بلکل شامل نه دی.

اوس راځو په تور بازار کی د یو انسان د اعضاوو خرڅولو قیمت ته

۱- د سترګو کسی او د سترګو سپین په ۱۵۲۵ ډالره

۲- د سر پوستکی ۶۰۷ ډالره

۳- ژامه ۱۲۰۰ ډالره

۴- اوږه ۵۰۰ ډالره

۵- شیریان او ورید ۱۵۲۵ ډالره

۶- زړه ۱۱۹۰۰۰ ډالره

۷- جیګر ۱۱۷۰۰۰ ډالره

۸- لاس او ورغوی ۳۸۵ ډالره

۹- نیم ګیلن وینه ۳۳۷ ډالره

۱۰- توری ۵۰۸ دالره

۱۱- مری ۵۰۸ ډالره

۱۲- معده ۵۰۸ ډالره

۱۳- وړه کولمه ۲۵۱۹ ډالره

۱۴- یوه ګرده ۲۶۲۰۰۰ ډالره چی دوه ګردی کیږی ۵۲۴۰۰۰ ډالره

۱۵- کیسه صفرا یا اپینډیکس ۱۲۱۹ ډالره

۱۶- یو انچ مربع پوستکی ۱۰ ډالره نو راځی مجموعه پوستکی د وجود ۱۰۰۰ ډالر حساب کړو

د یو انسان جسم مجموعه اعضاوی په تور بازار کی په 811325 $ ډالره خرڅیږی

چی په تیرو څلورو کلونو کی د مجموعی وژل شوی افغانانو (85814) اعضاوو حساب وکړو نو څه کم اویا ملیارده ډالر کیږی

85814*811325= 69,623,043,550

د امریکا په جنګ کی تیرو څلورو کلونو کی افغانانو 70 ملیارده ډالر تاوان صرف د جسم د اعضاوو ورکړی نور تاوانونه خو یی په ځای پریږده خو افسوس ځینی افغانان د امریکا د کاله څلور ملیاردو ډالرو مرستی ته خوشحاله کیږی خو د کاله 17.5 ملیارده ډالرو صرف د اعضاوو تاوان ته نه خفه کیږی، چی په دی کی زخمیان مو لا نه دی حساب کړی. د هوا ککړتیا نه ده حساب او ذخیری چی یی وړی دی هغه نه دی حساب ، د نشه یانو زیاتوالی او نور ډير نقصانات نه دی حساب

https://en.wikipedia.org/wiki/Civilian_casualties_in_the_war_in_Afghanistan_(2001%E2%80%93present)

https://gizmodo.com/5904129/heres-how-much-body-parts-cost-on-the-black-market

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

کاکړ صاحب سلامونه،
بهترین معلومات د راټول کړی،کا شکی چه دستا لیکنه دولتی چارواکی ،طالیب چارواکی ولولی او په دا ولس باندی لږ زړه وسوځوی.