نړۍ

مټیس: د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د  امريکا د دفاع وزير جميس مټيس ويلي، چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه بايد پای ته ورسيږي او اوس يې وخت رارسېدلی، چې ټول د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي.

مټيس په پنټاګون کې له خپل هندي سيال نيرمالا سيتارامان سره يوې ګډې خبري غونډې وويل، چې متحده ايالات له ټولو اغېزناکو هېوادونو غواړي، چې د افغانستان جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

مټيس زياته کړې،  متحده ايالات هڅه کوي، چې د سيمې د ټولو اغېز لرونکو هېوادونو ملاتړ له ځان سره ولري او د افغانستان جګړه له ديپلوماتيکو لارو پای ته رسولو کې له امريکا سره مرسته وکړي.

د امريکا د دفاع وزير وويل: «موږ او ټول سوله خوښي حکومتونه جنوبي اسيا کې د سولې او ثبات لپاره هڅې کوو، په افغانستان کې جګړه څلو‎ېښتو کلونو ته رسېدلې، دا جګړه نوره بس ده، هغه وخت رارسېدلی، چې ملګري ملتونه، د هند لومړی وزير نريندر مودي، ولسمشر اشرف غني او د سيمې نور هېوادونه له ديپلوماتيکو لارو د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هلې ځلې وکړي او عين حال کې امريکايي ډيپلوماټان هڅه کوي، چې روانه جګړه له سوله  ييزو لارو پای ته ورسوي.»

مټیس د روانې شخړې په پای ته رسولو کې د پاکستان رول هم مهم بللی او پر اسلام اباد يې غږ کړی، چې د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې خپل رول ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزير عمران څخه په يوه ليک کې غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان سولې په اړه له امريکا سره مرسته وکړي.

 

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد يو ځل بيا د سيمې هېوادونو په سفر وتلی او نن سه شنبه يې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د سولې په موضوع خبرې کړي دي.

په تېرو دوو مياشتو کې سيمې ته دا د خلیلزاد درېيم سفر دی، په تېرو دوو سفرونو کې يې په قطر کې د طالبانو د سياسي کميسيون له مشرانو سره کتلي وو او کېدای شي يو ځل بيا د افغانستان اوولس کلنې امريکايي جګړې د پای ته رسولو په موضوع له طالبانو سره خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده،افغانان فقط د سطرنج مهره دی ،چه د پاکستان او امریکا له خوا ځای په ځای .او سوځول کیږی
داسی حرکات لیدل کیږی،چه د سولی نه مڼنونکی سوکه سوکه له صحنه څخه لیری کیږی،بری زموږ د عام ولس دی،نه مو ډالر وخوړل نه کلداری،خو شهیدان ډیر شولو

اجمل

د هر جا نظریات د هغو د لیدلوری، اصالت او مسولیت له مخی دی ، په دی هم اړه لری چه څومره ازلی یا فطری بدمرغه او نیک مرغه دی، ځينی د هدایت وړ دی الله ج ورته هدایت وکړی او کله ییی د هدایت د پاره د یوه یا بل خبری او توصیی وسیله شی. امریکایانو که سوله غوښتلی زمونږ په مظلوم اولس به یی د برید او اشغال د پاره د سپتمبر فاجعه نه جوړوله. چه څه کم دری زره خپل بی ګناه خلک یی پکی ووژل او له هغه وروسته په لکو او میلونو خلک ووژل شول.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x