محمد شهزاد: افغانستان کولای شي راتلونکې نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته لار ومومي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي محمد شهزاد په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان لوبډله کولای شي په راتلونکې نړیوال جام کې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

په ۲۰۱۸م اسیا جام سیالیو کې د افغانستان حیرانونکې کارکردګۍ او د سترو لوبډلو پر وړاندې په میړانه لوبې یې نړیوال مبصرین حیران کړل، په دغه جام کې افغانستان سرېلنکا او بنګلدیش ته په ماتې ورکولو خپل ګروپ کې لومړی راغی، په سوپر فور پړاو کې یې پاکستان او هند سره سختې سیالۍ ترسره کړې.

شهزاد چې د افغانستان لوبډلې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی او زیاتې سلیزې وهونکی لوبغاړی دی باوري دی چې ملي لوبډله به د راتلونکې ۲۰۱۹م نړیوال جام چې په انګلستان او یلز کې ترسره کیږي تر پایلوبې رسیږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویبپاڼې د سپورټ سټار ورځپاڼې څخه د شهزاد له قوله لیکلي: «زمونږ توپوهونکي ورځ تر بلې غوره کیږي، د سوکه توپ اچونکو کارکردګي د نړۍ ترمخ ده، همدا ډول د چټک توپ اچونکو په برخه کې هم دولت ځدراڼ او افتاب عالم لرو، مونږ د نړیوال جام نیمه پایلوبې سیالیو ته د وتلو چانس لرلی شو».

افغانستان لوبډلې نړیوال جام ته د لار موندنې یا غوراوي سیالیو کې کومې چې په زمبابوې کې ترسره شوې له سختو حالاتو وروسته ښه راتګ وکړ او نړیوال جام ته یې لار وموندله چې په نړيوال جام کې به د نورو نهو لوبډلو سره په یوه یوه سیالۍ کې مخ کيږي، دغه جام به د ۲۰۱۹م کال مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېل او جولایي په ۱۴مه پای ته ورسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د