نړۍ

سناتور ګراهام: بن سلمان خطرناک او ليونی سړی دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا د مرکزي استخباراتو مديرې جينا هاسپل د امریکا مشرانو جرګې ته د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه معلومات ورکړي او له دغو معلوماتو وروسته ډېری سناتورانو ويلي، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د دغې وژنې مسوول دی.

د سي ای اې مشرې جينا هاسپل د تړلو دروازو تر شا د مشرانو جرګې غړو ته د جمال خاشقجي د وژنې په اړه په داسې حال کې معلومات ورکړي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او  سپينه ماڼۍ لا هم دا نه مني، چې د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان لاس دی او ټرمپ په دې باور دی، چې د امریکا لپاره خپلې ګټې مهمې دي.

د ټرمپ د دغه دريځ له امله د سپينې  ماڼۍ او مشرانو جرګې ترمنځ ټکر روان دی.

د مشرانو جرګې ډېری غړو ويلي، دوی په دې باور شوي، چې د جمال خاشقجي په وژنه کې د ولي عهد محمد بن سلمان لاس دی.

سناتور لنډسي ګراهام وايي، سعودي د امریکا سټراټيژيک ملګری دی، خو دا په دې معنا نه شي کېدای شي، چې په هره بيه دا ملګرتيا وپالل شي او ټينګار يې کړی، چې تر څو د سعودي واک له بن سلمان سره وي، له سعودي  سره د وسلو د تړون ملاتړ نشي کولی.

سناتور ګراهام وايي، د سعودي ولي عهد خطرناک او ليونی سړی دی، د سټراټيژيک دوست سعودي او بن سلمان ترمنځ بايد توپير وشي.

دغه سناتور ويلي، دی به کانګريس ته يو قرارداد وړاندې کړي، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې مسوول دی او په دې اړه بايد پر سعودي او  بن سلمان بنديزونه ولګول شي.

سناتور ګراهام وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ته په يوه مقاله کې ليکلي، چې د سعودي ولي عهد د سياستونو له امله سعودي او سيمه له ناکرارۍ سره مخ ده، خاشقجي  يې  وواژه، يمن کې  يې جګړه پيل کړې، قطر  يې کلابند کړی او په رياض کې يې د لبنان لومړی وزير سعد الحريري هم له يوې اونۍ  زيات بندي کړی و.

د مشرانو جرګې جمهوري پلوي سناتور متیش ماکونیل ويلي، چې د خاشقجي په قضيه سترګې پټول د منلو نه دي.

سناتور ماکونیل وايي، چې سعودي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امريکا مهم اتحادي دی او د خاشقجي په قضيه کې باید په مناسبه طریقه ورسره تعامل وشي.

د جون کينيډي په نوم يو بل جمهوري پلوه سناتور هم ويلي، ولي عهد بن سلمان د خاشقجي د وژنې او جسد ټوټې کولو امر کړی او غوښتنه يې کړې، چې پر سعودي بايد سخت بنديزونه ولګول شي.

سناتور ران پال، کورکر او ګڼو نورو سناتورانو ويلي، چې د ټرمپ اداره دې د جمال خاشقجي په قضيه کې جدي ګامونه پورته کړي او که داسې ونه کړي، کانګريس به اړ شي، چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x