نړۍ

امريکايي جنرال: د امريکايي پوځيانو په وتلو افغان حکومت سقوط کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا د سمندري ځواکونو جنرال او د پنټاګونو د مرکزي قومندانۍ نوماند قومندان د امریکا مشرانو جرګې ته ويلي، چې د افغانستان جګړه لا هم له ګواښونو او ننګونو ډکه ده، امريکا په افغانستان کې کوم پرمختګ نه دی کړی او که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، افغان حکومت به له سقوط سره مخ شي.

جنرال فرانک ميکينز د باور رايې اخيستو لپاره مشرانو جرګې ته ورغلی و او هلته يې وويل: «زه په دې  باور يم، چې افغانستان کې زموږ پوځي عمليات تر ډېره کچه له ستونزو او خنډونو سره مخ دي.»

خو دغه امريکايي جنرال خوشبيني ښوولې، چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره ګټورې هڅې روانې دي او په لنډ وخت کې به د امریکا لپاره ښه زېری راوړي.

جنرال فرانک وايي، امريکايي حکومت په افغانستان کې د خپلې بريا لپاره له سياسي او پوځي لارو هڅې پيل کړي او تر دې وړاندې په دې کچه پراخې پوځي او سياسي هڅې نه وې شوې.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ نوماند قومندان مشرانو جرګې ته د افغانستان جګړې په اړه زياته کړې، چې افغان عسکر د امريکا او ناټو ځواکونو د ځمکني او هوايي ملاتړ په مرسته جګړه کوي او له دې لارې پر طالبانو د فشارونو زياتولو هڅه کوي.

خو په عين حال کې يې دا هم ويلي، چې دا جګړې هېڅکله په دې معنا نشي کېدای شي، چې امريکايي ځواکونو ته په کې زيان نه رسيږي.

جنرال فرانک وايي، د افغان جګړې د پای ته رسولو په اړه کومه وړاندوينه نشي کولی، خو که امريکايي او ناټو ځواکونه له افغانستانه ووځي، افغان حکومت به په لنډ وخت کې له سقوط سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x