نړۍ

پاکستان: د طاهر داوړ کورنۍ ته ۱۱ ميليونه ډالر ورکول کيږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پيښور د پولیسو وژل شوی پښتون افسر طاهر داوړ کورنۍ ته د پاکستان د مرکزي حکومت، پښتونخوا حکومت او پوځ له لوري ۱۱ ميليونه ډالره ورکول کيږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار افريدي د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې يوې غونډې ته په خبرو کې ويلي دي چې د پاکستان حکومت د طاهر داوړ له کورنۍ سره پنځه ميليونه ډالره مرسته کوي.

شهريار وويل چې د پنځو ميليونو ډالرو نغدي مرستې ترڅنګ به يې د کورنۍ يو غړی په دولتي دنده هم وګوماري.

د شهريار له اعلان مخکې د پښتونخوا حکومت هم د داوړ له کورنۍ سره د څلورو ميليونو ډالرو او د پاکستان پوځ د دوه ميليونو
ډالرو مرستې ورکولو اعلان کړی و چې له دې سره به د طاهر داوړ کورنۍ ته ۱۱ ميليونه ډالر مرسته ورکول شي.

بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر سيد عالم محسود ويلي دي چې د طاهر داوړ د مرګ په بدل کې دا پيسې هيڅ ارزښت نه لري او زیاته يې کړه چې نوموړی د پښتنو خواخوږی او ښه مشر و.

که څه هم د پاکستان حکومت د طاهر داوړ د وژنې د څيړنو له پاره يو پارلماني کميسيون ټاکلی دی خو سيد عالم محسود د طاهر داوړ د وژنې په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غوښتنه بيا تکرار کړه چې په نړيواله کچه دې د يو کميسيون له لوري د داوړ د وژنې قضيه وڅېړل شي.

طاهر داوړ چې د پيښور د پوليسو مشر و د اکتوبر د مياشتې په ۲۶ نېټه له اسلام اباد څخه تښتول شوی و چې دوه اوونۍ وروسته يې جسد په ننګرهار ولايت کې وموندل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x