
د محمد عليم بسمل نوی غزل
محمد عليم بسمل
شاعر دې نۀ وای، او ملا دې نه وای
پۀ عاشقۍ کې مې تالې درلودای
زۀ پوروړی وای د ټولې دنیا
خو چې پۀ ښکلو مې پیسې درلودای
مقتدیان ورک شه، پچې هم نۀ کوي
کاشکې مې میږې او وزې درلودای
مفت خور کړم روږدی مریدانو د پلار
کنه نو اوس به مې بنګلې درلودای
کاشکې زۀ هم د امارت طالب وای
چې یو دوربین خو مې دشپې درلودای
او يا د يار د کلي تنګو کوڅو
بل څراغونه اوډیوې درلودای