افغانستان

بروکسل کې نن د افغانستان پر امنیتي وضعیت بحث کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې نن د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کېږي.

دا غونډه چې تېره ورځ پیل شوې، ټاکل شوې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او دلته د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر به هم پکې برخه واخلي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ په نوم ماموریت کې شاوخوا ۱۵زره بهرني عسکر په افغانستان کې مېشت دي، چې د دوی په وینا د افغان عسکرو روزونه، ملاتړ او مشوره پر غاړه لري.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه نوره بس ده.

هغه له خبریالانو سره خبرو کې وویل، د افغانستان جګړه څلورمه لسیزه پوره کوي او په وینا يې اوس وخت را رسېدلی چې د سولې لپاره کار وشي.

په ورته وخت کې د ناټو عمومي منشي پر روسیه او ایران غږ کړی چې د سولې په برخه کې همکاري وکړي او ایران هم د همکارۍ سینه ډبولې ده.

په همدې حال کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خپل ماموریت په درېیم سفر بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x