نړۍ

ډیره غازیخان: فدایی بریدونو ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

dera_ghaze_khan(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۳) پاکستان:  ډیره غازی خان کي  دسخي سرور له مرکزي ښارګوټي څخه ۳۵ کیلومټر لري د حضرت احمد سلطان په دربار کي  یو  په بل پسي دري چاودني وشوي، اوله چاودنه دمزار په مرکزي دروازه کي وشوه دوهمه داوبو له زخیري سره اودریمه مزار ته څيرمه ترسره شوه، له سیمي څخه امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چي اولي دوي چاودني دواړي فدایانو ترسره کړیده، اودریمه چاودنه تراوسه پوره څرکنده نده چي څه ډول ترسره شویده، دچاودنو په ترڅ کي ۳۶ کسه وژل شوي او ۱۲۰ کسه ژوبل شویدي

په وژل شویو کسانو کي ښځي اوماشومان هم شامل دي، دپیښي له ځایه یوه امنیتي چارواکي خبرورکړیدي، چي یو فدایی له ځان وژونکي واسکټ سره یوځای نیول شویدي، له چاودني څخه وروسته دخلګو له لوري سخت اړ اودوړ رامنځ ته شویدي، پرپولیسو یی دډبرو اولرګیو وارونه کړیدي، چي دڅو پولیسو دژوبل کیدو خبر هم ورکول شویدي.
بخت الرحمن بخت………………………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x