ایران د سولې په برخه کې همکاري ته تیاری ښوودلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د ایران سفیر وايي، په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره په زمینه برابرولو کې همکارۍ ته تیار دی.

محمد رضا بهرامي د ځوانو سفیرانو غونډې ته په کابل کې وویل، ایران په افغانستان کې د سولې د زمینې برابرولو لپاره همکاري نه سپموي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ د افغانستان سولې په برخه کې د سیمې له هېوادونو په تېره له روسيې او ایران مرسته وغوښته.

هغه په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته په خبرو کې وویل، تمه ده د سیمې ټول هېوادونه په تېره بیا روسیه او ایران د سولې د هڅو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او هغوی هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

روسيې تل ښکاره کړې چې د افغان سولې په برخه کې دخیل او همکار دي، مسکو د لړم په اتلسمه پر همدې مناسبت غونډه هم جوړه کړه، چې سولې ته يې هیلې لا غښتلې کړې دي.

دا ښايي لومړی ځل وي چې ناټو مخامخ له ایرانه په دې برخه کې د همکارۍ هیله کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د