ارشیف

اجراییه ریاست: ملکي تلفات د بښلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې شپنیو عملیاتو او هوايي بریدونو پرلپسې درانه ملکي تلفات اړولي، اجراییه ریاست وايي دا تلفات د بښلو وړ نه دي.

د اجراییه ریاست له لومړي معاونیته خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملکي تلفات هیڅ ډول توجیه کېدلی نه شي.

خبرپاڼه لیکي: «د هر لوري او ډلې له اړخه د ملکي وګړو په نښه کول، د توجیې او بښلو وړ نه دي، ښکېل اړخونه باید د دوی خوندیتوب ته پام وکړي.»

د اجراییه ریاست لومړي مرستیال انجینر محمد خان پر امنيتي ځواکونو ټینګار کړی چې د عملیاتو پر مهال دقیق واوسي.

خبرپاڼه لیکي: «یو ځل بیا پر افغان امنیتي ځواکونو غږ کوم، چې د عملیاتو پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته ځانګړی پام وکړي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ یوناما هم په هوايي بریدونو کې پر ملکي تلفاتو خواشيني ښکاره کړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دې دفتر ومنله، چې په هوايي بریدونو کې ملکي تلفات دومره لوړ شوي، چې په تېرو اتو کلونو کې يې ساری نه دی لیدل شوی.

څو ورځې وړاندې د هلمند په ګرمسېر کې هوايي برید کې ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول، دوه ورځې وړاندې د پکتیا په زرمت، د غزني په ناوه او ده‌یک کې شپنیو عملیاتو کې لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او درانه مالي تلفات هم ور واړول شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د