افغانستان

ټاکنې؛ د دوو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره شپه د بادغیس او غور ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د کمیسیون د معلوماتو له مخې له غور ولایت نه عطا محمد دهقانپور د ١٠١٨١، ګل زمان نایب د ٨٩٢٢، کرام الدين رضا زاده د ٧١٦٣، فاطمې کوهستاني د ٥٣٢٢، رقيې نايل د ٣٩٦٩ او ډاکتر محمد ابراهيم ملک زاده د ١٨٤٤٨ رايو پر پر اساس بریالي اعلان شوي دي.

د دې کمیسیون مشر عبدالبدی صیاد وویل چې له بادغیس ولایته عبدالبصير عثماني د ٤٥٠٩، اميرشاه نائب زاده د ٤٢٢٧، ضياء الدین اکازي د ٤٥٧١ او فریدې بېګزاد ۱۳۱۰ رایو په ګټلو سره بریا تر لاسه کړې ده.

ټاکنو کمیسیون تر دې وړاندې د ۱۹ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې دي، چې د سیاسي ګوندونو او څارونکو بنسټونو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، شکایت کوونکي د پایلو له اعلان وروسته دوه ورځې وخت لري، خو سیاسي ګوندونه نیوکه کوي چې د دې کمیسیون کار ورته د منلو وړ نه دی.

دا ګوندونه چې د «لوی ملي ائتلاف» په نوم سره را ټول شوي، ویاند يې فضل الرحمن اوریا دوه ورځې وړاندې وویل، دوی ته د ټاکنو کمیسیون چارې د باور وړ نه دي.

په ورته وخت کې د نوماندانو یو ائتلاف هم ګواښ کړی، چې که بېرته له سره رایې ونه شمېرل شي، بایومټریک او له بایومټریک پرته رایې سره بېلې نه شي، دوی به موازي پارلمان اعلان کړي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په وروستیو کې وشوې، چې په اړه يې اعتراضونه لا هم روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x