افغانستان

لوګر؛ مرکز کې ګډو ځواکونو اته تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د مرکز پل عالم اړوند بابوس او ژورې سیمو کې ګډو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي، چې اته تنه ولسي وګړي يې وژلي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې امریکايي عسکرو د دولتي عسکرو په ګډون د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړې او د ځاني زیان تر څنګ يې مالي زیان هم ور اړولی دی.

د لوګر ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت پرلپسې ټینګار کړی، چې د «مخالفینو» پر ضد يې عملیات ګړندي کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پېښه خواشینوونکې بللې او پر خپله ټویټر پاڼه يې د «جنایت» تر سرلیک لاندې لیکلي، چې دې شپنیو عملیاتو کې اوه کورونه وېجاړ شوي او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه لیکلي: «امریکایي اشغالګرو او کورنیو غلامانو یې دملکي خلکو په کورونو چاپې وهلې، د کورونو دروازې ماتې کړې، قیمتي مالونه یې چورکړي، ۷ کورونه یې ویجاړ کړي او ۸ تنه کلیوال یې په شهادت رسولي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم ولسي جرګې پر ملکي مرګ‌ژوبلې خواشيني ښکاره کړه.

په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازي عبیدالله بارکزي وویل، هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو افغانانو ته خپل هېواد «دوزخ ګرځولی دی.»

د اجراییه ریاست مرستیال محمد خان هم پر ملکي تلفاتو خواشیني ښوودلې او زیاته کړې يې ده چې هیڅ ډول توجیه کېدلی نه شي او د بښلو وړ عمل نه دی.

په شاوخوا تر لس ورځې کمه موده کې، هلمند، غزني، پکتیکا، لوګر، ننګرهار او ګڼو نورو سیمو کې یوازې هوايي بریدونو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x