
په نیمروز کې د امریکايي عسکر سربېره یو پوځي سپی هم وژل شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د پوځ یو تربیه شوی سپی هم تېره اونۍ وژل شوی دی.
د امریکايي رسنیو د راپورونو سره سم پوځي تربیه شوی سپی په نیمروز ولایت کې هغه مهال ووژل شو کله چې امریکايي ځواکونو د القاعده وسلوالو پر یوه مرکز چاپه ووهله.
دغه سپی چې «میکو» نومیدی، په اړه یې امریکايي رسنیو بایوګرافي نشر کړې او ویلي يې دي چې هغه د اوه کلونو وو، په هالنډ کې پيدا شوی وو او بیا په امریکا کې تربیه شوی وو.
د تیرې میاشتې نومبر پر ۲۴مه نېټه د عملیاتو پر مهال د یوه بل امریکايي عسکر تر څنګ ووژل شول.
یاد سپی د امریکا د رینجر ځواک سره د شپږم ځل لپاره افغانستان ته را وستل شوی و او تر ۵۰ زیاتو چاپو او عملیاتو کې يې برخه اخیستې وه.
د بلومبرګ تلویزون د راپور سره سم دغه سپيان په بازار کې ۲۵۰۰۰ ډالره قیمت لري، د امریکا په پوځ کې اوس مهال قریب ۱۶۰۰ سپيان په عسکري دنده بوخت دي چې ځیني يې پر ځمکه په عملیاتو کې برخه اخلي او ځیني نور یې د جګړې څخه د بیا را ګرځېدلیو عسکرو سره یو ځای اوسیږي.
