غزني چارواکي: پنځه کاله وروسته خوږياڼي ولسوالۍ «مؤقته» فعاله شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي چارواکي دعوه کوي له پنځه کاله ځنډ وروسته بیا توانېدلي چې خوږیاڼي ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره بیا فعاله کړي.

دغه ولسوالۍ چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې يې مرکز طالبانو ته په لاس ورغلی و، ښار ته څېرمه په پوستو کې يې چارې پر مخ وړل کېدلی.

د غزني ښار تر سقوط وړاندې او وروسته دوه ځلې د طالبانو له لوري همدا نقلي مرکز هم ونیول شو او ولسوالۍ ګرځنده شکل خپل کړ.

تازه د غزني چارواکي دعوه کوي چې په اصلي مرکز کې يې بیا ولسوالۍ فعاله کړې، یادونه کوي چې د لنډ وخت لپاره فعاله شوې.

د غزني له ولایت مقامه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، دولتي ځواکونو د هوايي بریدونو په ملاتړ د خوږياڼو ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي، خو زیاتوي، «ولسوالي په زاړه ځای کې یو ځل بیا موقته ځای پر ځای شوه.»

خبرپاڼه کې نه دي راغلي، چې ځواکونه بېرته د شاتګ نیت لري، که د کوم بل عامل لپاره دلته د مؤقت وخت لپاره مېشت کېږي.

که څه هم له یادې سیمې د ملکي تلفاتو نا تایید شوي راپورونه هم ورکړل شوي، خو چارواکي وايي هوايي بریدونو کې ملکيانو ته زیان نه دی اوښتی.

د غزني له اتلس ولسوالیو نه له څو محدودو پرته نورې ټولې يې چارې د غزني له مرکزه پر مخ وړي او ګرځنده حالت لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د