امریکایي جنرال: د افغانستان جګړه اوس هم له بن بست سره مخ ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د سمندري ځواکونو لوی درستیز جنرال کینیټ مکینزي د سه شنبې په ورځ کانګرس ته په یوه ځانګړې وینا کې وویل، زموږ جګړه اوس هم په ناګټلي او بن بست حالت کې قرار لري.

مکینزي وویل، په ناڅاپي ډول زموږ د ځواکونو راوتل به حالات نور هم کړکیچن کړي ، ده وویل: افغان ځواکونه د دې جوګه نه دي چې د طالبانو مقابله وکړای شي.

نوموړي زیاته کړه، چې متحده ایالات او د هغې متحدین باید د طالبانو د اټکل شوي 60000 سرتیرو سره د جګړې لپاره د افغانانو استخدام او روزنې ته په یو ډول دوام ورکړي.

ده وویل، که څه هم نه پوهیږي چې دا روزنه به نو تر کومه وخته دوام ته اړتیا ولري، او کله به افغان ځواکونه وړتیا پیدا کړای شی.

مکینزي وویل، په ناڅاپي وتلو سره به موږ د 17 کلني جګړې ټولي لاس ته راوړني له لاسه ورکړو.

د ده په خبره افغان پوځ د سیمو د کنټرول، او امنیت ساتلو په برخه کې لاهم ډېري ستونزې لري، جګړې شدیدې شوې دي، خونړۍ پېښې ډېرې دي او د افغان ځواکونو تلفات هم لوړ شوي دي.

د ده په وینا امریکا باید پر نوو لارو چارو هم فکر وکړي څو وکړای شي په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

دغه امریکایي جنرال د سولې لپاره د خلیلزاد هڅې ستایلې دي او هیله یې ښودلې چې یادې هڅې ښایې د افغانستان دا بحراني جګړه پای ته ورسوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د