افغانستان

داخله وزارت کې پر لوړ بست د یوې پېغلې ګمارنې جالب غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ او ستراتېژۍ مرستيال پاسوال مسعود احمد عزيزي تېره ورځ وویل، چې له خپلې دندې استعفا يې منل شوې ده.

پژواک د کورنیو چارو وزارت د یوې سرچينې په حواله ويلي چې د عزیزي پر ځای حسنا جلیل ګمارل شوې ده، چې خواله رسنیو کې يې جالب غبرګونونه را پارولي دي.

هغه چې ۲۶ کلنه یادېږي عمر يې د یادې دندې پر نسبت ډېر ټیټ ښوودل کېږي، په اړه يې د «پښتون لالا» پر نوم یو فیسبوکي فعال لیکلي: « وېرېږم اریانا سعید لوی درستیزه نه کړي!»

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند په طنزي انداز پر دې ګمارنې نیوکه کړې او لیکلي يې دي: «په شنه سهار، یو مشر، تجربه کار، د پولیسو مسلکي جنرال یوې سپینې خولې نجلۍ ته سلامي وکړه. جنرال ورته وویل! معین صاحبې! د خاص ارزګان ولسوالۍ سقوط ته نژدې ده، نجلۍ ورته وویل!
Oh My God! پړینګ په ژړا شوه!
جنرال په دویمې سلامۍ له دفتره راووت! نجلۍ د بوټانو له ټکا سره چوکۍ کې ټکان وخوړ!
د غني غریب افغانستان د وزارتونو یو تت، تریخ انځور!»

د جمیل الرحمن ندیم په نوم یو تن هم په طنزي انداز دا یو تریخ واقعیت بللی، چې اداراتو کې د ښځينه ښکلا په پام کې نیول کېږي.

هغه لیکي: « بل اړخ یې دادی چې ولسمشر صرف دا اورېدلي چې اداره باید ځوانه وي. مهمه نه ده چې معیار یې څه وي؟ نزاکتونه او د اړوندې ادارې حساسیت په نظر کې ونیول شي او درېیمه خبره داده چې یو تن راته ویل د دې وړتیا ټوله ملا کې ده؟ مال څنګه ملا کې؟ ویل ته وګوره څومره نرۍ ده. ښایي تاسې وخاندئ، خو دا زمونږ د ټولنې یو تریخ واقعیت دی. اداراتو کې همدغسې خلک مخکې وي.»

د صدیق الله افغان په نوم یو بل فعال د هغې له تصویر سره لیکلي، چې څنګه به د هلمند د موسی کلا او غزني د ناوې لپاره پلانونه جوړ کړي: «دا حسنا جلیل ده، د یوه نظامي ماسټر پر ځای د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ معینه ټاکل سوې. دا به نو څنګه د روزګان د چارچینو، د هلمند د موسی کلا او د غزني د ناوې ولسوالیو په اړه پلانونه جوړوي.»

د حسنا جلیل د زده کړو په اړه غیر رسمي ویل کېږي، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون له فزیک څانګې فارغه شوې او له امریکايي پوهنتونه يې په سوداګرۍ کې ماسټري کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالعزيز

Oh My God بياهم خير چه oh sh## ونوایی
البته په معذرت سره

عبدالولی (فهیم)

خیرده که دا خپله څه کار ونکړی مشاور خوبه لری مشاورته یی چی یوه اشاره وکړه مشاور ورته ټول کارونه اجراکوی د دوی خو مخونه ډیر نازک دی.

غمی،پښتین

د افغانستان هر وګړی ،نارینه او زنانه د کار تعلیم حق لری،د افغانستان په تاریخ کی میرمنو یو تن هم نه قتل کړی او نه یی ورک کړی او نه یی سپک کړی،
څلویښت کلن جنګ نارینه پر مخ وړی دی.هره ورځ قتلونه کیږی،د چا د لاسه دا نارینه د لاسه.
افسوس د هغه خلکو چه طنزونه یی په لیکلی،همدا طنز لیکوونکی د ښځو په له نس څخه پیدا شوی.ښځه مور او خور ده،

غوربندي

يانې ستا منطق دا مني چې يوه کم عمره نجلی دې د داخله وزارت معينيت ته غوره انتخاب وي.

تر دې يې چې له ګڼو عسکرو سره واده کړی وای او عسکريې زيږولي وای نو به مو ويل چې د وخت د چارواکو تر ټولو مبرم ضرورت دی!

نعمت الله

السلام علیکم در قانون طبیعت برای هر موجودی مطابق به خلقتش مسئولیت های مربوط واگذار شده بطور مثال اگر ما ببینیم از نظر قوت و بزرگی شتر بسیار قوی است دندان های کلان و قد بلند هم دارد پشت بار بری هم ندارد باید او سزاوار تر به شکار و پادشاهی است نظر به شیر و باید که پادشاهی را از شیر گرفته به او تسلیم کنیم که ابدأ چنین کاری محال است. زن‌ها اساسأ که از نسل بنی آدم می‌باشد از وجود خود اولین انسان (آدم علیه سلام) خلق شده و برای آرامش هم آفریده شده اند وظیفه اساسی… نور لوستل »

pattang

غمی صیب خبرې به علمي او په کار پوهې کوو ! دنجلۍ مقرره ول کومه ګناه نده خو باید مسکي تعلیم او پوهه ولري ! دغه مقرر والی مسلکي ندی بلکې د غني فاسد لنډغري او مردګاوي ده چې دالري میړونه پرې خوشاله کړي . که اسلام ته ځیر شو ډیرو ښځو تجارت کړی ډیرو حکومت کړی ! اول زمونږ د رسول الله ص ع ښځې هم تجارت کړی دی !!

مجاهد

الهی نظام سره شیطانی ( دموکراسی ) نظام په مخالف اړخ کی قرار لری. دموکراسی ( دجالی ) نظام هڅه لری چه د ښځو او نارینه وو ترمنځ د توپیر په لیری والی ښځو ته ازادی او د نارینه وو په مقابل کی پیاوړتیا ورکړی تر څو په دی ډول انسانی ټولنه په حیوانی ټولنه بدله کړی ( وایی ښځه د یوه کس ملکیت نه شی کیدی) یعنی نکاح ته اړه نشته . په دی کار باندی نه یواځی انسانی ټولنه حیوانیت او اخلاقی معیارونه بدلوی بلکه د انسانی نفوس د زیاتوالی مخه هم نیسی . الهی نظام تعلیم په… نور لوستل »

غ.حضرت

داسی ښکاری چه موږ د ډېرو مسئلو په تحلیلونو کی د افراط او تفریط په جالونو کی لاس او پښې وهو. د ښځی حقوق او دریځ یوه مقوله ده او عدالت یعنی هر څه پر خپل ځای بله مقوله ده. نه د هغه چا استدلال د منلو وړ دی چه په حساسو شرائطو او حساسو پوستو کی د کم تجربه او یا بې تجربه نجونو یا ښځو ګومارنه توجیه کوی او نه د هغه چا استدلال د منلو وړ دی چه ښځه په نن زمانه کی فقط د تناسل لپاره غواړی. د پاکستانی ځینو مُلایانو او د هغوی افغانی مُریدانو… نور لوستل »

عبدالمالک همت

تر دې پوري يوه بله خبره را په ياد سوه. وايي چي د کمونيستانو په واکمني کي يې هم يو شمېر ښځي د پوليسو په ټيټو ليکو کي ټاکلي وې. يو وخت کومه پوليسه پر پيره ولاړه وه چي کوم څوک د دې د پيرې ځای ته ور روان دی، دې چي دوه ، درې واره دريش کړ، هغه يې څه پروا ونه کړه، آخر ښځه په ژړا سوه او پر ناري يې کړه: اله درېش !! په دې اړه د رسول الله صلي الله علیه وسلم دې مبارک حديث ته پام وکړئ: عن أبي هريرة رضي الله عنه، قال:… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

سلامونه اونیکی هیلی!
اوښ ته یی ویل غاړه دی کږه ده، هغه ویل: کم ځای می سم دی. د حکومت کم کار اسلامی دی؟

احمد

پتنګ صاحب ! تاسی غمی مخاطب کړی خو ځواب مو نعمت الله ورور ته لیکلی ؟ لمړی لکه تاسی چه ورته په خطایی کی لږه اشاره هم کړی چه د هر مسلک کسان باید هماغه چاپیریال کی دندی ترسره کړی چه وړتیا پکی لری ، د ښځو فزیکی جوړښت او ښایست زیات د کور دننه د اولادو راوړلو، لویولو او د کور دننه چارو دپاره د بهر کارو پر تله ډیر مساعدت لری او ډيری ګټی تری متصوری دی بله مهمه خبره د جنسی جذابیت د پاره د ښځی فزیکی جوړښت او ښایست که هر چاته پرانستل او لیلام شی… نور لوستل »

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x