نړۍ

قريشي: پاکستان تل د افغان سولې او امنيت ملاتړ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي ويلي، چې هېواد يې تل د افغانستان او امنيت ملاتړ کړی او راتلونکي  وخت کې يې هم د دې ملاتړ ژمنه کړې ده.

ښاغلي قريشي د افغان محصلينو په درناوي کې يوې غونډې ته په اسلام اباد کې وويل، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې تاريخي شاليد لري او زياته کړې يې ده، چې کابل او اسلام اباد بايد د سیمې او افغانستان ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر وايي، د افغانستان او پاکستان کلتور او مذهب يو دی او د پاکستان امنيت يې د افغانستان امنيت سره تړلی بللی دی.

هغه دا هم وويل، چې د افغان کډوالو ښوونه روزنه او ښه راتلونکی د پاکستان لپاره مهم دي او افغان کډوال به په پاکستان کې له هېڅ ډول ستونزو سره نه مخ کيږي.

شاه محمود قريشي وويل، چې ده له افغان ولسمشر، اجرائيه رييس او نورو چارواکو سره ليدلي، خو له افغان محصلينو سره د ليدو له امله ډېر خوښ شوی دی.

د پاکستان دغه لوړپوړي چارواکي د افغانستان سولې او امنيت په اړه په داسې حال کې د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سولې لپاره امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمی خلیلزاد تېره ورځ په اسلام اباد کې له شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې وې.

خلیلزاد هيله ښکاره کړې وه، چې اسلام اباد ته يې سفر ګټور و او پاکستاني چارواکي به د سولې په برخه کې له امريکا سره مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x