Soly-Ali-shora

د سولې شورا: حکومت به ډير ژر له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پيل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې هڅې يې ګړندۍ کړي دي او ډير ژر به حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه مخامخ خبرې وکړي او يوې پايلې ته به ورسیږي.

د سولې د عالي شورا وياند احسان طاهري د روسيې ريانوويستي خبري اژانس ته په خبرو کې ويلي دي چې حکومت له طالبانو سره د اساسي قانون د تعديل او بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خبرو ته تيار دی او هيله يې ښودلې ده چې ژر به مخامخ د مذاکراتو په اړه خبرې پيل شي.

طاهري وايي چې د سولې شورا د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې افغانان له يو بل سره مذاکراتو او خبرو اترو ته نژدې کوي او زياتوي چې افغان حکومت هم د سولې د خبرو اترو له پاره جدي دی.

هغه وويل چې طالبان باید د افغان حکومت، د سيمې هيوادنو، سولې شورا او نړيوالې ټولنې وړانديزونه ومني او د سولې له پاره هڅه وکړي.

د سولې شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغانستان د قضيې د حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزير افغانستان او سيمې ته په دريم سفر راوتلی دی.

تر دې وړاندې هم په دويم سفر کې چې زلمی خليلزاد په افغانستان او قطر کې له دولتي چارواکو او طالب ديپلوماتانو سره په لېدو بوخت و، هم مهال د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني هم له بيلابيلو سياسي لوريو سره د مذاکراتو په اړه ناستې او مشورې وکړې او هغه مهال يې وويل چې د افغانستان حکومت بايد د سولې په خبرو کې له پامه ونه غورځول شي.

بل لور ته طالبانو هم تر دې وړاندې څو ځله د سولې او مذاکراتو په اړه د حکومت غږ ته د «نه» ځواب ورکړی دی او ويلي يې دي چې حکومت په افغانستان کې بې واکه دی او دوی به د افغانستان د قضيې د حل په موخه له امريکا سره خبرې کوي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

حوثی شیعه ګانو د یمن له حکومت سره هغه حکومت چی پاچایی سعودی ته تشتیدلی وو خبری کوی. طالبان خو باید له حکومت سره خبری وکړي پدی کی د طالبانو حیثت پر ځای کیږی او خلک ورته ښه وایی. اوس ټول داسی خبری کوی چی ګوری طالبان له روسانو سره خبری کوی هغوی چی زمونږه یومیلیون افغانان یی شهیدان خو خپلو وطنوالو سره خبری نکوی. هر څوک چی سوله نکوی الله د تباه او برباد کړی که طالب یی که حکومت.

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

لونګ صاحب سلامونه او نیکی هیلی
سوله نه د طالیب او نه د دولت په لاس کی ده.طالیب او دولت باید خپلو بادارانو ته غوږ ونیسی ، او که چیری غوږ ونه نیسی ،بیا یی د جنرال رازق او یا ملا منان په شان لوخړه کوی.

احمد
میلمه
احمد

لونګ صاحب ! ستاسی خبری د ع او غ غلامانو استدلال دی د خلکو به سترګو کی د خاورو شیندل دی، شیعه ګان پریږده دا هیواد اشغال دی هوا یی په الوتکو او زمکه یی په تانکو او نظامی مهماتو او ګاړو پټه ده، دا یی هم خیر ع او غ د امریکا د وزیر له خوا د امریکا په سفارت کی ټاکل شوی باداران یی د دی په ځای چه ارګ ته راشی او له دیو د غلامی رنګ او بوی ورک کړی د باګرام نظام هدی ته یی غواړی او بیا ع او غ پیچاره د فونو شاپ… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

غمی صاحب ! ښه چاری، تر هغی چه څوک ژوندی وی د توبی قبلولو دروازی پرانستی دی راځی د غلامی دغه لیاری نوری ایله کړه څه چه دی ګټلی هغه هم خیرات کړه چه توبه دی قبوله شی . دا چه د کابل د غلامی اداری غلامی د لمر په شان ځلیدلی ځلیږی ، که څه وایی څوک یی درسره نه منی ، نو هڅی لری چه مجاهد اولس هم د یو چا د غلامی لاندی راولی چه د کابل د غلامی اداری سره مساوی شی ؟ څومره ښه شاباس د ګوډ شیطان حنیف اتمر څخه دی ماستری یا دکتوری… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

اجمل صاحب سلامونه.
نه غلام یم،نه می ډالر .نه پونډ،نه کلداره او نه می روبل اخیستی،ښه صفا مسلمان او پنځه وخت لومونځ ادا کوم.
سپینه خبره به لیکمه………وطن کی سوله راولمه.
زمری غوندی غړمبیږم…….په خپل وطن ناولی دښمن نه پریږدمه.
وږی تږی واښه به وخورمه……پردی روپی ته سترګی نه نیسمه…
دښمن په خپله خاوره نه پریږدمه…….له یورپه له لندنه نه یی هم بلی خوا پسی زغلومه
غمی،پښتین،سټی کنډو پکتیا ګردیز

جميل
میلمه
جميل

بيا به يې کوم دکاندار پيدا کړی وي، يا دادی چي د امريکا دا منافقه دسولې شورا اصلاََ طالبان نه پيژنې ، طالبانو خو په وار وار ويلې چي دغلام پرځای د بادار سره خبري کوو، هغه غلام چي دخپل ځان واک ونلري نشې کولای چي په نورو واک وچلوي ، لدوی سره خبري کول ندې پکار خو محکمه کول يې ضروري دی. تاسي وګوری د دی غلام دولت مشر په وار وار په اسلام ملنډي وهلي او د علماء سوء مشر کشاف په هره غونډه کي يې دواړو اړخو ته ښځي ناستې وي ، دا چي د دوی علما… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

کرمل او کرزی هم دا خبره کوی ، حتی خپلواکانو ته بلواکان وایی . وطن کی سوله راولمه ؟؟؟؟ سوله د اسلام یو نوم او سیاست یی بل نوم دی سوله او سیاست لازم او ملزوم دی ، د سولی د باره د اسلامی حکومت او الهی نظام جوړولو ته اړه ده ، دموکراسی اشغال او سکولریزم رامنځته کړی ځینی غلامان یی په میدیا کی کینولی چه د سولی راوستونکو پسی ناوړه تبلیغات وکړی. زمریانو غوندی غړمبیږم ؟؟؟ د زمریانو غوندی چه غړمبیږی هغه مجاهدین دی . ناولی دشمنان ؟؟؟؟ د امریکا په مشری ټوله کفری نړی او د هغوی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

اجمل صاحب سلامونه او نیکی هیلی.
خپل وطن کی پروت خپل وطن کی به زه مرمه……….پرنګی دجال ته پناه نه وروړمه
خپل وطن په خپله وینه زه ساتمه…….د پېرنګی پنجاپی روسی امریکایی خوله دوینو ډکومه
ډالر کلداری روبل پونډ یی ملک ته نه راپریږدمه……………..پاکی جامی نه په مرداړومه
پښتون او مسلمان هسکه شمله به ګرځومه……برتش پاسپورت نیشنلتی متیازی په کومه