افغانستان

پکتيکا: ډرون بريد کې دولتي مامور په نښه شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند (بند سرده) سيمه کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د يو دولتي مامور په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.

د پکتيکا امنيه قومندانۍ وياند شاه محمد ارين وايي چې دا بريد تيره ورځ مازيګر مهال د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې اړوند بند سرده
سيمه کې په یو موټر سايکل چې دوه تنه پرې سپاره وو، وشو.

ارين وايي چې په بريد کې دواړه موټر سايکل سپاره چې خپل کور ته په لاره وو وژل شوي دي.

په وژل شويو کې د ذبيح الله جلالي په نامه يو تن يې د پکتيکا د حج او اوقافو رياست مامور دی.

ارين د بريد د لامل په اړه نور معلومات ورنکړل خو ويې ويل چې دا سيمه د طالبانو تر واک لاندې ده.

ذبيح الله جلالي د پکتيکا د پخواني والي محمد علي جلالي زوی دی چې اوس مهال يې د پکتيکا ولايت په حج او اوقافو رياست کې دنده ترسره کوله.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ځينې دولتي عسکر د امريکا په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

نژدې يوه مياشت وړاندې د ننګرهار په کابل کيمپ سيمه کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې چې ګڼ ولسي وګړي په کې وژل شوي وو يو يې هم د ملي اردو عسکر و چې په رخصتۍ کور ته راغلی و او د ګډو ځواکونو له لوري وژل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

یاالله ته مو د کفارو له اشغاله ژر ترژره خلاص کړی دا خو ډیر د بیغرتی ژوند ده چی مونږته دی راکړی یاخو دا وحشی کفار هلاک کړی یا ما هلاک کړی نورخو داسی د بیغرتی ژوند ولاکه خوند وکړی چی مونږه یی لرو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x