افغانستان

کندهار: په بهرنيو ځواکونو دوه بيلابېلې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په دوو بيلابيلو پوځي کتارونو چاودنې شوې دي چې له امله يې بهرني سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سيمه ييز خبريالان وايي چې لومړنۍ چاودنه د دامان ولسوالۍ په منډي حصار سيمه کې او بله هغه يې د مرغان کيچي په سيمه کې په بهرنيو ځواکونو ترسره شوې چې بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار ولايت کې زيات شمير د رومانيې هيواد عسکر دي چې د کندهار په هوايي ډګر او ورڅيرمه سيمو کې ميشت دي چې د
کندهار د هوايي ډګر هم د دوی په لاس کې دي.

د نن ورځې د دواړو چاودنو په اړه تر اوسه د کندهار چارواکو بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

بل لور ته د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ددې دواړو چاودنو مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې په دې چاودنو کې يې په دوو ټانګونو کې سپاره ټول امريکايي عسکر وژلي او ټپيان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x