حامد کرزی، پخوانی ولسمشر

کرزی: امریکا دې د افغان سولي پرسر له پاکستان سره معامله نه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي وایی د روس او چین سره له تفاهم پرته د امریکا د سولي هڅي ګټه نلري.

حامدکرزی زیاتوي « که چیري امریکا د سولي په برخه کې ريښتیني وي، نو موږ ترې دا غوښتنه لرو چې د چین او روس غوندي لوی هېوادونه دې هم په اعتماد کې واخلي.»

حامد کرزی وايي، افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا پیل شوې هڅي، همدارنګه د روسيې د مسکو غونډه د ارزښت وړ دي، خو په وینا یې پکار دا ده چې امریکا له روس او چین سره هم تفاهم ته ځان ورسوي، او له یو بل سره په دې برخه کې همکار واوسي.

حامد کرزي نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۱۴مه) یوې غونډې ته په کابل کې وویل، امریکا باید له روسيې او چین سره یو تفاهم وکړي.

د ده په خبره، که امریکا له یادو هېوادونو سره د تفاهم هڅه نه کوي، نو مطلب دا چې هغوی سوله نه، بل څه غواړي.

کرزي زیاته کړه، چې امریکا باید د افغانستان د سولې او له طالبانو سره د خبرو ترمنځ له پاکستان سره معامله ونه کړي او په خبره يې د دې بهرنیو معاملو له امله زموږ هېواد پخوا هم بدمرغه شوی دی.

کرزي وویل: موږ پوهیږو، چې په افغانستان کې سوله څه ده او د امریکا او پاکستان تر منځ معامله څه ده؟ د دې بهرنیو معاملو له لاسه زموږ هېواد بدبخته شوی دی.

کرزی وايي، افغانان باید د سولې له جریانه خبر وساتل شي، که چیري د سولي له بهیره دباندي پاتي شو او موږ پکې دخیل ونه اوسو، نو دا بهیر به هیڅکله زموږ په ګټه نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ د اشرف غني د دفتر د رئیس عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د سولې لپاره 12 کسیز پلاوی ګمارلی دی، چې د سیاسي څیرو او ګوندونوله توندو نیوکو سره مخ شوی دی. ‎

حامدکرزی وايي تراوسه هم د امریکایي ځواکونو له بمباریو سره چې ملکي خلک پکې قرباني کیږي مخالف دی او زیاتوي د زلمي خلیلزاد له خوا د امریکا د سولې له هڅو ملاتړ کوي خو دا خبرې باید د افغانانو له خوا ترسره شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابوالوفاء
میلمه
ابوالوفاء

د ملي شيطان دې خبري ته متوجه سئ چي وايي :«که چیري د سولي له بهیره دباندي پاتي شو او موږ پکې دخیل ونه اوسو، نو دا بهیر به هیڅکله زموږ په ګټه نه وي.» ملي شيطان، د ده پیروانو او نورو شيطانانو له هري خوا سرونه را پورته کړي دي او غواړي د سولي په خبرو کي ور ګډ سي او خپلي ځاني او ګروهي ګټي پکښي ترلاسه کړي او که نه وي دا خبري تخريب او سبوتاژ کړي. د افغانانو د سولي ارمان ته رسېده او د هيواد او ولس ګټه په دې کي ده چي سياسي شيطانانو… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظردټرمپ اوخلیل زادفرق نسته خلیل زاددټرمپ دترجمان حیثیت لری چه دافغانانوپه کلتورپوهیږی هره کمزوری احساسوی اماوفاداره دامریکااوټرمپ دی که یی دافغانستان سره مینه درلودای خپله پوهه به یی دافغانانودپاره استعمال کړی وای ډیرعلم په سړی کښی ډیرپراخ احساس پیداکوی زموږطالب سیاسیان له ده څخه هغه څه چه باید چه ټرمپ ته ښکاره نسی له خلیل زادڅخه نسی پټولای دوی فکرکوی چه دۍ زموږدوست دۍ لاکن دۍ دوست ندۍ ټرمپ غوندی دښمن دۍ دافغانستان داشغال اودټرپ دخوشحالۍ په فکردۍ رالیږل سوۍ دۍ بهتره ده طالبادری خبروکی ۱.داشغال ختمول،۲.موږدهیڅ چادپاره هیڅ څوک پخپله خاوره کی نساتواونه دچاپه داخلی چاروکی لاس وهو،۳.که… نور لوستل »