نړۍ

ناټو په افغانستان کې خپل حضور تر ۲۰۲۴ کاله غځوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن چهار شنبه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې ته وويل، چې دوی د افغان حکومت ملاتړ کوي او خپل پوځيان به د ۲۰۲۴ کال تر پايه په افغانستان کې ساتي.

سټولټنبرګ وايي: «موږ پرېکړه کړې ده، چې د ۲۰۲۴ کال تر پايه د ترهګرۍ ضد جګړې، د سيمې امنيت ساتلو او د افغان عسکرو د روزنې لپاره خپل پوځيان  په افغانستان کې وساتو.»

ناټو په داسې حال کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو موده غځولې، چې يوه لور ته په افغانستان کې د طالبانو جګړې او بريدونه د پخوا په پرتله زيات شوي او په عين حال کې امریکا د سولې لپاره هم هلې ځلې پيل کړي دي.

د ناټو سرمنشي وړمه ورځ هم ويلي و، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه په درنه بيه تمامه شي، خو طالبانو خبرداری ورکړی، چې امريکا او ناټو به له افغانستانه وتلو ته مجبوره کړي.

طالبانو ويلی، چې افغانستان کې  د سولې لپاره د امريکا او ناټو لپاره يوازېنۍ لاره د خپلو پوځيانو ويستل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

د نر زوی یې طالبه سر او مال مې له تا قربان دی !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x