
د پاکستان مشرانو جرګه: د افغانستان ملي امنيت غړو پاکستاني شناختي کارډونه ترلاسه کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان مشرانو جرګې ځينو غړو ويلي، چې د افغانستان د ملي امنيت رياست يو شمېر غړو د پاکستان شناختي کارډونه تر لاسه کړي او دغو کسانو د پاکستان پر کارډونو او پاسپورټونو د هند ويزې هم لګولي دي.
د پاکستان جمعيت علماء اسلام ګوند لوړپوړي مشر او مشرانو جرګه کې د کابينې سکرټريټ د کمېټې رئیس سناتور طلحه محمود ويلي، چې د افغان ملي امنيت غړو ته د پاکستان د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې له لوري پاکستان شناختي کارډونه ورکړل شوي دي.
سناتور طلحه محمود زياته کړې، چې سلګونو افغان او تاجک اتباعو ته د پاکستان شناختي کارډونه ورکړل شوي او د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې «نادرا» تر اوسه دغه کارډونه نه دي بند کړي.
دغه پاکستاني سناتور ويلي، چې سلګونو افغان اتباعو پر پاکستاني پاسپورټونو د هند ويزې هم لګولي او په دې اړه يې د استخباراتو بېرو «ای بي» ادارې ته بشپړ معلومات ورکړي.
سناتور طلحه محمود ويلي، چې د دغې پېښه په اړه يې له استخباراتي ادارو څېړنيز راپور غوښتی دی.
د يادونې وړ ده، چې پاکستان کې ډېری افغانانو او نورو بهرنيانو د پاکستان شناختي کارډونه ترلاسه کړي دي او تېر کال هم د پاکستان د فيدرالي څېړنو ادارې «ايف ای اې» بهرنيانو ته د شناختي کارډونو په ورکولو د نادرا دوه غړي نيولي وو.