دفاع وزارت مني چې دولتي ځواکونه لا هم پخپلو پښو ولاړ نه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي امنیتي او دفاعي ځواکونه لا هم پخپلو پښو نه دي ولاړ او د نړۍوالو مرستې ته يې د سوال لاس غځېدلی پاتې دی.

د دې وزارت ویاند غفور احمد جاوید وايي، تر څو چې دلته جګړه روانه وي، دوی به د ناټو او په تېره بیا د امریکا ملاتړ ته سترګې نیولې وي.

جاوید وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې، چې تېره ورځ یو امریکايي جنرال وویل، که موږ له افغانستانه پښې سپکې کړو، دولتي عسکر د مقاومت توان نه لري.

هغه وویل،که دوی ووځي دلته به طالبان حاکم او په وینا يې دولتي عسکر دا توان نه لري چې له خپل ځانه دفاع وکړای شي.

د دفاع وزارت ویاند هم مني چې ظاهراً د نړۍوالو د اتلس کلنې «مرستې، مشورې او تمویل» با وجود دولتي عسکر دا توان نه لري چې د طالب سرتېرو پر وړاندې ودرېږي.

که څه هم د بهرنیانو تر څنګ حکومت هم د کاغذ پر مخ د درې سوه زره شاوخوا عسکرو موجودیت یوه لاسته راوړنه بولي، خو اعتراف کوي چې ټول وخت يې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ ته سترګې نیولې دي.

په ورته وخت کې دا ډول څرګندونې د دې لپاره هم کېږي، چې د بهرنیو ځواکونو د تګ اوازې غښتلې شوې دي، څو ورځې وړاندې د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد وویل چې ټرمپ سولې ته سخت په بېړه کې دی.

تېره ورځ د ناټو عمومي منشي هم وویل، چې افغانستان په بد وضعیت کې او باید دلته پاتې شي، خو ویې نه منله چې د دې بد وضعیت علت دوی پخپله دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د