میدان وردګ؛ هوايي برید کې د وژل شویو ملکیانو تدفین

طالبان: د امریکايي ګټو لپاره د خپل ولس قرباني «لوی شرم دی»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې په غزني کې د ملکي تلفاتو په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي دعوه وکړه، چې په «دقیقه توګه مو څلور سوه طالبان وژلي دي.»

تازه د غزني امنیه قومندان داود تره خېل تر نصرت رحیمي د سلو طالبانو شمېر کم ښوودلی او دعوه يې کړې چې ناوه، ګیلان، مقر، اندړ او قره باغ کې يې درې سوه طالبان وژلي دي.

تر دې څرګندونو لږ وروسته دفاع وزارت د ۶۰ تنو وژلو دعوه وکړه او زیاته يې کړه چې تر نیمايي ډېر يې «پاکستاني اتباع» دي.

طالبانو په خپاره کړي غبرګون کې د دې تلفاتو چورلټ رد کړی دی او زیاته کړې يې ده، چې د دوی د سرتېرو په لیکو کې د پاکستانیانو موجودیت یوازې د «دفاع وزارت عقل منلی شي.»

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي: «په غزني کې د پاکستاني اتباعو د شتون غلط او کاذب معلومات یواځې هغه څه دي چې ممکن د دفاع وزارت عقل يې ومنلی شي نور هيچاته هم د منلو نه دي اونه هم کوم لاسوند وجود لري.»

له تېرو څو ورځو راهیسې چې حکومت د غزني په ځينو ولسوالیو کې «عملیات» پیل کړي، درانه ملکي تلفات اړول شوي دي.

طالبانو هم منلې، چې «د دښمن له خوا په ناوه، دهیک، ګیلان او شلګر کې په ملکي خلکو، بازار، مدرسه او عامه ځایونو چاپې ووهل شوې چې صرف اولسي خلکوته يې زیان اړولی، د خلکو شخصي مالونه يې چور کړي، کورونه، دوکانونه او مدرسه يې ویجاړ کړي د ښځو او ماشومانو په ګډون يې له شلو ډیر اولسي خلک شهیدان کړي او یا له ځانه سره بیولي دي.»

ښاغلي مجاهد وړاندې لیکلي د امریکايي ګټو د تحقق لپاره د خپل ولس په نښه کول، که چېرته ضمیر موجود وي، خورا لوی خجالت دی.

«د عامو خلکو په وړاندې جنایات او وحشت کول نه کوم افتخار ده اونه هم کومه لاسته راوړنه، بلکې که ضمیر موجود وي، د امریکايي ګټو د تحقق لپاره پخپل اولس ظلم، د خپلو خلکوکورونه او مدارس امریکایانوته ور په نښه کول او د خپلو هیوادوالو جاسوسي کول له ټولو څخه لوی شرم او خجالت دی.»

هغه د ملکي وګړو په نښه کول د دښمن کمزوري بللې او زیاته کړې يې ده: «اشغالګر او مزدور دښمن له مجاهدینو سره د مخامخ جګړې روحیه او تاب نه لري، د خپلو ماتو او تلفاتو کسات له عام اولس څخه اخلي او هڅه کوي چې د ښځو او ماشومانو شهیدانول د مجاهدینو په نامه په رسنیو کې خپاره کړي.»

دا په داسې حال کې دی چې د هوايي بریدونو پر تلفاتو حتی یوناما هم اعتراف کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دې دفتر ویلي، په روان کال کې د هوايي بریدونو په پایله کې په ملکي تلفاتو کې دومره ډېرښت راغلی، چې په تېرو اتو کلونو کې يې ساری نه لیدل کېږي.

د غزني ولایت د ولسوالیو تر څنګ په مرکز کې هم د طالبانو نفوذ غښتلی دی، چې د ښار په څنډو کې يې د حاکمیت اعتراف ځايي چارواکو هم کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د