افغانستان

نوومبر؛ طالبانو تر زرو ډېر دولتي کارکوونکي دندو پرېښودو ته قانع کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په تېره میلادي میاشت کې د طالبانو بلنیز کمیسیون تر زرو ډېر دولتي کارکوونکي چې ډېری يې په نظامي برخه کې پر دندو بوخت و، قانع کړي چې له دندو لاس واخلي.

د طالبانو دې کمیسیون پخپل میاشتني راپور کې ويلي، چې نوومبر میاشت کې ۱۱۰۶ تنه د هېواد په ګوټ ګوټ کې دوی ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي.

طالبانو پخپله رسمي پاڼه د نوم، د پلارنوم، ولسوالۍ، کلی، رتبه/مسؤلیت، تاریخ، راوړې وسلې، وسائط او وسایل تر فرمټ لاندې د هر ولایت تسلیم شوي کسان معرفي کړي دي.

هغوی په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ په مختلفو ولایاتو کې ۱۱۰۶تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت و د حقایقوپه درک کولو له دې فاسد رژیم څخه را ووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.»

طالبانو لیکلي تسلیم شویو کسانو ژمنې کړې، چې بیا به د ولس پر ضد فعالیت نه کوي او د بهرنیانو لپاره به چوپړ نه وهي.

د طالبانو د دې کمیسیون هڅې په ولس کې پراخ هرکلی لري او خلک باور لري چې له جګړې پرته د روغې جوړې او مخالفت حل کول ښې پایلې لرلی شي.

دولتي سرچینو لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

حتمآ به یی ټولو ته معاشونه منلی وي. لږ فکر وکړو دا خلک خو ماران ندی چی خاوری وخوری. دولت سره کار مکوه، موسسه کی کار مکوه نور داسی څه کار و باز هم ندی پاتی.خلک اکثرآ ټول دکانداران شول او یا هم دریوران د طالبانو له لاسه. تاسی طالبان مهربانی د هری کورنی پر سر هغوی ته معاش تعین کړی چی ټول کارونه پریږدی. فرض وکړی زه د دولت یو مامور یم خو که کار می پریښود زه به بیا دا د کور کرایه و او خرڅ له کومه کړل؟ درسته ده چی روزی رسان الله، کی می د… نور لوستل »

احمد

لونګ جانه وروره! الله ج دی راته کمیشن جوړولو ته ژوندی او ګړندی لره! طالبان خپلواک دی وچه وی که سپوره وی د خپلی غریبی سره پښی غځوی، د غلامی له زرکلن ژوند مهمه نه ده که په ارګ کی وی د خپلواکی یوی ګړی ژوند ته ترجیح ورکوی که هم به زندانو او زولنو کی وی . نه طالبان د غلامانو به شان د اشغلګرو له سفارتو معاشونه او ویزی ترلاسه کوی او نه یی هغه مامورینو ته چه د غلامی اداری سره له دندو لاس په سر شوی معاشونه او دسترحوانونه ترلاسه کوی . روسانو وخت کی هم… نور لوستل »

Karwan

احمد وروره دا لونګ ### هميشه دڅو دالرو لپاره همداسي بي مسوليته تبليغات کوي. داسي خلک نه اصلاح کيږي، الله د افغانستان له داسي ### خلاص کړي. په درناوي کاروان

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx