نوومبر؛ طالبانو تر زرو ډېر دولتي کارکوونکي دندو پرېښودو ته قانع کړي

فراه؛ په جګړه کې نیول شوي عسکر

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په تېره میلادي میاشت کې د طالبانو بلنیز کمیسیون تر زرو ډېر دولتي کارکوونکي چې ډېری يې په نظامي برخه کې پر دندو بوخت و، قانع کړي چې له دندو لاس واخلي.

د طالبانو دې کمیسیون پخپل میاشتني راپور کې ويلي، چې نوومبر میاشت کې ۱۱۰۶ تنه د هېواد په ګوټ ګوټ کې دوی ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي.

طالبانو پخپله رسمي پاڼه د نوم، د پلارنوم، ولسوالۍ، کلی، رتبه/مسؤلیت، تاریخ، راوړې وسلې، وسائط او وسایل تر فرمټ لاندې د هر ولایت تسلیم شوي کسان معرفي کړي دي.

هغوی په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ په مختلفو ولایاتو کې ۱۱۰۶تنه چي د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت و د حقایقوپه درک کولو له دې فاسد رژیم څخه را ووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.»

طالبانو لیکلي تسلیم شویو کسانو ژمنې کړې، چې بیا به د ولس پر ضد فعالیت نه کوي او د بهرنیانو لپاره به چوپړ نه وهي.

د طالبانو د دې کمیسیون هڅې په ولس کې پراخ هرکلی لري او خلک باور لري چې له جګړې پرته د روغې جوړې او مخالفت حل کول ښې پایلې لرلی شي.

دولتي سرچینو لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

تبصرې (3)

  • حتمآ به یی ټولو ته معاشونه منلی وي. لږ فکر وکړو دا خلک خو ماران ندی چی خاوری وخوری. دولت سره کار مکوه، موسسه کی کار مکوه نور داسی څه کار و باز هم ندی پاتی.خلک اکثرآ ټول دکانداران شول او یا هم دریوران د طالبانو له لاسه. تاسی طالبان مهربانی د هری کورنی پر سر هغوی ته معاش تعین کړی چی ټول کارونه پریږدی. فرض وکړی زه د دولت یو مامور یم خو که کار می پریښود زه به بیا دا د کور کرایه و او خرڅ له کومه کړل؟ درسته ده چی روزی رسان الله، کی می د کور کرایه وځنډول شوه بیا؟ بیا . دوی طالبان خو په خیټه ماړه ده او هم یی کورنی په امن کی ژوند کوی. الله د پر ټولو رحم وکړی.

  • لونګ جانه وروره! الله ج دی راته کمیشن جوړولو ته ژوندی او ګړندی لره!
    طالبان خپلواک دی وچه وی که سپوره وی د خپلی غریبی سره پښی غځوی، د غلامی له زرکلن ژوند مهمه نه ده که په ارګ کی وی د خپلواکی یوی ګړی ژوند ته ترجیح ورکوی که هم به زندانو او زولنو کی وی .
    نه طالبان د غلامانو به شان د اشغلګرو له سفارتو معاشونه او ویزی ترلاسه کوی او نه یی هغه مامورینو ته چه د غلامی اداری سره له دندو لاس په سر شوی معاشونه او دسترحوانونه ترلاسه کوی . روسانو وخت کی هم پاکستان او اوس وخت کی هم پاکستان یادیږی چه مجاهدینو سره لاس اړونه لری که طالبان غلامی ومنی د پاکستان په ځآی د امریکا غلامی ولی نه کوی چه د کالدارو په ځای ډالر تر لاسه کړی .
    دا چه تاسی څه وایاست د غلامانو د کمیشن کاری د پاره غیر اسلامی تبلغات دی هر څوک چه دا ناوړه او شیطانی تبلیغات کوی د نیکی هدایت وکړی او که د هدایت وړ نه وی الله ج دی د روسانو د برخه لیک سره مخ کړی

    • احمد وروره دا لونګ ### هميشه دڅو دالرو لپاره همداسي بي مسوليته تبليغات کوي. داسي خلک نه اصلاح کيږي، الله د افغانستان له داسي ### خلاص کړي. په درناوي کاروان