داسې اپلیکیشن چمتو شوی چې په عکس اخیستلو د وینې کموالي اندازه معلوموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د وینې کموالي دا مهنا چې په ناروغ کې د هیموګلوبین کچه ټيټه شوې او په وینه کې سرې حجرې کمې موندل شوي، په نړۍ کې دا مهال له دوه ملیاردو زیات کسان د وینې کموالي ناروغۍ اخته دي، او که پروخت یې درملنه ونشي د ستومانتیا، زړه ناروغۍ او په ځانګړي ډول په ماشوم زیږیدلو کې یو شمېر ستونزې رامنځته کوي.

د امریکا د اټلانټا ښار د ایموری پوهنتون څیړونکو د مبایل یو داسې نوی اپلیکیشن چمتو کړی چې بې له وینې معاینه کولو د مبایل له لارې د ګوتو په عکس اخیستلو د وینې کموالي اندازه معلوموي.

له دې وړاندې پوهانو داسې آله چمتو کړې وه چې په بدن د رڼا اچولو سره به یې د شکر ناروغي تشخیص کوله، خو اوس د یاد پوهنتون څيړونکی «ولبر لیم» پر داسې اپلیکیشن جوړولو بریالي شوی چې له ګوتو څخه په عکس اخیستلو د نوکانو په واسطه په بدن کې د وینې کموالي اندازه معلوموي.

د وینې کموالي اندازه عموما د نوکانو لاندې رنګ څخه معلومیږي، دغه اپلیکیشن له نوکانو څخه په عکس اخیستلو د نوکانو لاندې رنګ معلوموي او په واسطه یې د کموالي اندازه په څو ثانیو کې ښيي، خو ددوی په وینا په ستره کچه ازموینې لپاره چې ډير عمر او امیندوارو میرمنو باندې وازمایل شي څه موده وروسته چمتو شي.

دغه اپلیکیشن د امریکا د روغتیا او درملو ادارې «FDA» څخه تایید شوی او د اوس لپاره د پوهنتون څیړنو لپاره کارول کیږي، ددغه اپلیکیشن کره توب د وینې ازموینې څخه دقیق دی او په ۹۷ سلنه دقت څخه د وینې کموالي اندازه ښيي.

ددغه اپلیکیشن نوم تر دا مهاله نه دی څرګند شوی خو ویل کیږي چې د لا غوره والي لپاره د نورو څیړنو وروسته به د نړیوالو پرمخ د ګټې اخیستنې لپاره راتلونکې پسرلي کې وړاندې شي.

څیړونکي په راتلونکي پړاو کې د سترګو او بدن پوستکی په نظر کې نیولو سره د ځیګر ناروغیو تشخیص کولو لپاره د نوي اپلیکیشن چمتو کولو اراده لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د