د ملا منان پر شهادت، د ناټو د اعتراف بل اړخ

عبدالروف سرتېر

د روانې جګړې له پیله حکومت او بهرنیو ملاتړو يې پرلپسې، دا تبلیغات کول، چې طالب سرتېري په ګاونډیو هېوادونو کې روزل کېږي، هغوی امکانات ورکوي، هغوی پوځي روزنه ورکوي او هغوی يې په اصطلاح د خپلو ګټو لپاره کاروي، خو کله چې د هلمند والي صاحب مولوي محمد رحیم رحمه الله په شهادت ورسید، د حکومت پر ځای په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له دفتره جالب اعتراف خپور شو.

په جهادي بهیر کې شهادت د بریا یو ډول دی، مجاهد که له پیله د شهادت اراده ونه لري، ذهناً ورته تیار نه وي، د جهاد هڅې يې تر سوال لاندې راتللی شي، مجاهد له ځان سره دا ژمنه نه وي کړې، چې خامخا به يې په ژوند کې جهاد له پوځي اړخه بریا ته رسېږي، اسلامي نظام به حاکمېږي او له هغه وروسته به دی مري؛ بلکې پخپله جهاد او په جهاد کې شهادت هم هدف وي.

ناټو په نوزاد ولسوالۍ کې پر والي صاحب د بمبار تصویرونه له رسنیو سره شریک کړل او ويې ویل، چې په دې مرکز کې چې ګواکې محترم والي صاحب پکې په نښه شوی، طالب سرتېرو ته پوځي روزنه ورکول کېدله او تصویرونو کې هم ښکاري چې سرتېرو تر سر پټۍ تړلې وسله په لاس حرکات کوي؛ ناټو په دې تصویرونو سره غوښتل چې د خپل برید کره والی ثابت کړي او وښيي چې دوی ګواکې دلته ملکي تلفات هیڅ نه دي اړولي، خو ضمناً يې پر خپلو ټولو تېرو اولس کلونو تبلیغاتو خاورې واړولې. که څه هم پر روزنیز مرکز برید جلا او والي صاحب په بېل ځای کې په نښه کړل شوی و.

دوی ومنله چې طالب سرتېري په هېواد کې د ننه روزل کېږي، دلته پوځي روزنه د طالب پوځي مشرانو له لوري ورکول کېږي، پخپل هېواد کې مېشت دي او ګڼې داسې سیمې شته، چې طالبان پکې نظامي، اخلاقي او ان سیاسي روزنه ویني؛ که څه هم له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکه د یو مستقل، خپلواک او ثابت جریان اړیکه ده، چې باید ويې وپالي، د سیمې له هېوادونو سره تفاهم، پر ځينو مسائلو هوکړه او د ځينې مهمو ملي پروژو د تطبیق پر موخه باید طالب اړیکه کې وي، ځکه چې تر نیمايي د ډېر هېواد واک عملاً او د ټول هېواد فکراً ورسره دی؛ خو بیا هم دښمن دا اړیکي ناروا بللې او د خپل تر لاس لاندې رژيم په ډول يې د طالب او نورو اړیکي هم همداسې تصورولې.

نور هغه وخت تللی دی، چې د طالب نوم اخیستل جرم بلل کېده، د طالب لباس زندان ته کش کولی شوای، ږېره جرم وه او په موبایل کې دیني تقریر پر امریکا د انسان د خرڅېدو وسیله کېدای شوای، طالب پخپلو وینو ثابته کړه، چې دا مبارزه د الوتکې او ټانګ پر وړاندې پر موټر سایکل سپور څڼېور طالب اتلس کاله اوږدولی او دې اندازې ته رسولی شي، چې طالب په مهمو نړیوالو کنفرانسونو کې خپل غږ دنیا ته ورسوي.

ناټو ومنله چې طالب د ولس پر شوړمبو، د موټرسایکل په توس او د دوی له مزدورانو په نیول شويو وسایطو او مهماتړ د دوی مغرور او روزول شوي جنرالان پرلپسې ماتې، تېښتې، شاتګ او پر طالبانو د زوړرتیا او حقې مبارزې اعتراف ته اړ کړل.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

د طالبانو نظام یو حقیقی او ثابت نظام وه او دی که څوک پدی حقیقت سترګی پټوی نو ضرور یابه مسلمان نه وی او یابه هم ایمان یی دومره ضعیفه شوی چی دی نور د مسلمانی له چوکاټه په وتو به وی . ځکه د طالبانو اسلامی تحریک د کومی ورځینه چی خپله مبارزه پیل کړه هغه ریښتینی او د اسلام د دین اوشریعت قایمولو مبارزه وه او پدی لاره کی یی ډیری غیرتمنده څیری چی هر یو یی د نړی د اداره کولو و‌ړتیالرله له لاسه ورکړی او پدی مبارزه کی چی د نړی ابرقدرتی میدان ته رواتی دوی… نور لوستل »