د افغانستان پاسپورټ د نړۍ په سطحه بې اعتباري کې لومړۍ درجه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): پاسپورټ اینډيکس ویبپاڼه چې هر کال د هېوادونو د پاسپورټونو په اړه څېړنې کوي، سږ کال کې د نړۍ تر ټولې با اعتباره پاسپورټ د متحده عربي اماراتو او تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ د افغانستان یاد کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې تېر کال کې سینګارپو د نړۍ لومړۍ درجه با اعتباره پاسپورټ په ډول یاد شوی و.

دا ویبپاڼه د اعتباري او بې اعتبارۍ لپاره معیار له وېزې پرته سفر په ډاګه کوي، چې د عربي متحده اماراتو اتباع له وېزې پرته ۱۶۷ هېوادونو او افغانان یوازې ۲۹ هېوادونو ته سفر کولی شي.

یادې سرچينې د ایران او پاکستان په اړه ویلي، چې ایراني وګړي ۱۲ هېوادونو ته او پاکستانيان اتو هېوادونو ته له وېزو پرته تللی شي.

خو دا دوه هېوادونه ځکه په اعتبار کې تر افغان پاسپورټ وړاندې دي چې ایرانیان ۳۰ هېوادونو او پاکستان ۱۶۳ ته له ننوتلو وروسته باید وېزه واخلي، نه تر تګ وړاندې؛ خو افغانان یوازې ۱۹ هېوادونو ته له ننوتلو وروسته باید وېزه واخلي.

افغانستان کې د قانون له مخې څلور ډوله پاسپورټونه جواز لري، چې سیاسي، ځانګړي، خدماتي او عادي پاسپورټونه بلل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د