یاسر شاه په دوه سوه چټکو ویکټو اخیستلو «۸۲» کلن ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې تکړه ټیسټ سوکه توپ اچونکي یاسر شاه د نیوزېلنډ لوبډلې پر وړاندې د عربي اماراتو په ابو ظهبي لوبغالي کې د ځوان توپوهونکي سومرویلي ویکټې په ترلاسه کولو د چټکو ۲۰۰ ویکټو پوره کولو د نړۍ ۸۲ کلن ریکارډ مات کړ.

د استرالیا تکړه پخواني سوکه توپ اچونکي کلیري ګریمټ ۸۲ کاله وړاندې په ۱۹۳۶م کال کې د ۲۰۰ ټیسټ چټکو ویکټو ترلاسه کولو ریکارډ په خپل نوم کړی و چې نن د پنجشنبې په ورځ یاسر شاه مات کړ.

کلیري ګریمټ ۲۰۰ ویکټې په ۳۶مه سیالۍ کې خو یاسره شاه په ۳۳مه سیالۍ کې ترسره کړې، په درېیم نمبر د هند سوکه توپ اچونکی روي چندرن اشوین دی چې په ۳۷مه سیالۍ کې یې ۲۰۰ ویکټې ترلاسه کړې وې.

یاده دې وي چې د نیوزېلنډ پر وړاندې په دویمه سیالۍ کې یاسر شاه په یوه لوبه کې ۱۴ ویکټې واخیستې او د عمران خان (د پاکستان لومړی وزیر او پخوانی لوبډلمشر) ۳۶ کلن ریکارډ یې مات کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د