د کابل د ولسي جرګې ټاکنې باطلې اعلان شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو ټولې رايې د فساد او درغلۍ له امله باطلې اعلان کړې.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون په کابل کې د ولسي جرګې ټاکنې د فساد او درغليو له امله باطلې اعلان کړې او په دې اړه يې څو تورن کسان د افغانستان لويې څارنوالۍ ته ورمعرفي کړي دي.

د دې کمیسيون وياند علي رضا روحاني رسنيو ته وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کمیسيون په دقيقه توګه د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو ټولې رايې چې پراخې ټاکنيزې درغلۍ او فساد په کې ترسره شوی و، باطلې اعلان کړې.

بل لور ته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسيون په دې اړه څه نه دي ويلي او دا هم معلومه نه ده چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون دا پريکړه به د ټاکنو خپلواک کميسيون ومني که نه.

د يادونې وړ ده چې د ولسی جرګې د ټاکنو په اړه په ټول افغانستان کې له بيلابيلو ټاکنیزو مرکزونو څخه د فساد او درغلۍ
شکايتونه ترلاسه شوي وو چې ددې ټاکنو د شفافيت په اړه يې پوښتنې راپورته کړې وې.

تر دې وړاندې هم د کابل د ټاکنو ولايتي کميسيون ټول کارمندان د فساد او درغلۍ په تور له دندو لرې کړل شوي وو او په ځای يې د افغانستان د بیلابيلو ولایتونو ټاکنيز کارمندان ګومارل شوی وو.

په ولسی جرګه کې کابل ۳۳ چوکۍ لري چې دا ځل دې ۳۳ چوکيو ته څه باندې ۷۵۰ کسان نوماندان شوي وو چې ۱۰۸ يې ښځې وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د د موکراتیکو ( کفری ) ټاکنو لاسته راوړنه شرک دی یعنی الهی اصولو او شریعت په ځای به د خلکو د وکیلانو به واسطه د خلکو اصول جوړیږی او په خلکو تطبیقیږی چه په واسطه به یی اشغلګر زمونږ مظلوم اولس قانونی استثماروی دغه ټاکنی د اسلام له مخی مردودی او شرک دی یعنی خلک پکی خدای جوړیږی او بیا هغه خدایی د اامریکایی ګټو د خوندی کولو د پاره کارول کیږی . دوهم که د ټاکنو له شرکه هم تیر شو ، ددوی د دموکراسی له مخی ټاکنی باید خپلواک هیواد، د خلکو په خوښه او له درغلیو… نور لوستل »