زلمی خليلزاد په دريم ځل کابل ته راغی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې د حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استاز زلمی خليلزاد په دريم سفر نن کابل ته راورسېد.

زلمي خليلزاد د دسمبر په دويمه نېټه دا سفر له امريکا څخه پيل کړی دی چې ددې مياشتې تر شلمې نيټې به دوام وکړي.
نوموړي تر دې وړاندې پاکستان ته تللی و او هلته يې د پاکستان د لومړي وزير عمران، بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ګډون ګڼو لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د قضيې د حل په اړه غږېدلی و.

پاکستاني چارواکو سره له ليدو کتو وروسته زلمي خليلزاد ويلي وو چې پاکستاني چارواکو ورته د افغانستان د قضيې د حل په اړه د مرستې ډاډ ورکړی دی.

زلمی خليلزاد به د افغانستان د قضيې د حل په موخه داځل د افغانستان او پاکستان سربيره، متحده عربي اماراتو، قطر، روسيې او بيلجيم ته هم سفرونه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د