نړۍ

کرم ایجنسي: نامالومو کسانو دیوه ښونځي لس زدکونکي وتښتول

kurram_agency(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۰۲) پاکستان: خیبرپښتونخوا ایالت پوري تړلي ناکراره ولسوالي کرم ایجنسي کي نن سهار نامالومو وسلوالو له یوه ښونځي څخه لس ماشومان تښتولیدي، تیرو څو ورځو کي له کرم ایجنسي څخه دنامالومو وسلوالو له لوري تر۶۰ زیات کسان تښتول شویدي.

تیره اوني هم په ورته سیمه کي دنامالومو وسلوالو  لخوا د ولسي وګړو دموټرو کاروان ترسخت برید لاندي راغلي وه چي نتیجه کی ۱۸ کسه ووژل شول او پاتي ۴۵ کسان وسلوالو ورسره وتښتول، په سیمه کي دنه امنیت له وجي دکرم ایجنسي اوپیښور ترمنځ لویه لاره یو واري بیا بنده شویده،  دخورکي توکو دکبمودي له کبله خلګ له سختو کړاوونو سره مخ دی.

بخت الرحمن بخت…………………………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x