راشد خان د سویلي افریقا لیګ پېل په یوې ویکټې سره وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی راشد خان چې اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو بوخت لوبغاړی بلل کیږي او په پرلپسې لیګونو کې برخه اخلي اوس سویلي افریقا هېواد ته د امزانسي سوپر لیګ لپاره تللی دی.

راشد خان د افغانستان یوازینی لوبغاړی دی چې په یاد لیګ کې د مارکیو لوبغاړي په حیث اخیستل شوی، نوموړی د ډربن هیټ لوبډلې لخوا له هاشم املا سره یوځای لوبیږي.

دغه لیګ چې د نومبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پېل شوی او سبا د جمعې په ورځ به په کې ۲۳مه سیالۍ د راشد خان لوبډله کوي، د لومړي پړاو وروستۍ لوبې ترسره کیږي، د راشد خان لوبډلې هره سیالۍ ددوی برخلیک ټاکلی شي.

راشد خان چې له ۱۹م نومبر څخه په ټي ټين لیګ کې بوخت و، اوس وکولای شول په سویلي افریقا لیګ کې د خپلې لوبډلې سره یوځای شي، نوموړي دوه ورځې وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې برخه واخیسته.

په دغه لوبه کې راشد خان ۳ اورونه وکړل، یوه یې ویکټه واخیسته او ۱۹ منډې یې ورکړې، خو د ورښت له کبله سیالۍ بې پایلې اعلان شوه، نن شپه به یې لوبډله ۸مه سیالۍ کوي.

د راشد خان لوبډلې په دغه لیګ کې ۷ سیالۍ ترسره کړي، په یوه کې یې بریا، ۵ ماتې، یوه بې پایلې ترسره شوې او د جدول په وروستي نمبر کې ځای لري چې ښایي دویم پړاو ته لار موندل ورته ستونزمن شي.

د راشد خان لوبډله «ډربن هیټ» باید خپلې پاتې لوبې وګټي تر څو وتوانېدلی شي دویم پړاو ته لار ومومي، دغې لوبډلې په خپله ټویټر پاڼه د راشد خان ورتګ ددوی لوبډلې ته د قوت ورکولو په معنا یاد کړی دی چې شونې ده د نوموړي په مرسته بریاوې خپلې کړي.

یاده دې وي چې راشد خان تر دې دمه د نړۍ په هر لیګ کې د یو تکړه لوبغاړي په حیث اخیستل کیږي، تر ټولو بوخت لوبغاړی بلل شوی، چې په پرلپسې ډول لوبیږي او هم یې راتلونکی په یو شمېر لیګونو کې بوخت دی.

له امزانسي لیګ څخه وروسته به راشد خان په بیګ بیش لیګ کې چې د روانې میاشتې په پای کې پېلیږي برخه اخلي، له هغې وروسته به د خپلې لوبډلې سره چې د ایرلینډ پر وړاندې سیالۍ لري یوځای شي، ورپسې به د هند غوره لیګ، نړیوال جام او بنګلدیش پریمیئر لیګ کې لوبیږي.

په امزانسي سوپر لیګ لومړي پړاو کې شپږ لوبډلو برخه اخیستې، په دې کې د کوینټن ډي کاک لوبډله کیپ ټاون بیلټز په جدول کې په لومړي او د راشد خان لوبډله ډربن هیټ په وروستي نمبر ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د