
هغوی چې هم جنایت کوي او هم درواغ وايي
زخمي افغان
سږنی کال او د طالبانو الخندق عملیات هغه څه و چې په هیواد راغلي اشغالګر او د هغوی کورني لاسپوڅي پکې د پخوا هرکله په نسبت ډیر وټکېدل. د الله تعالی په مدد او نصرت سره په تیر کال کې مجاهدینو په دښمن داسې مرګاني بریدونو ترسره کړل چې پخوا نه وو لیدل شوي.
په مکرر ډول د دښمن بشپړ کنډکونه، پوځي قرارګاوې او مراکز په جهادي عملیاتو کې تارومار او میشت ګوډاګي عسکر یې مړه او یا هم اسیران شول. د پوستو له منځه وړل خو د هرې ورځې خبره ګرځیدلې، روزانه د هیواد د لر او بر څخه خبرونه راځي چې مجاهدینو په خپلو ځانګړو عملیاتو کې مکمله پوسته له منځه وړې او لوی مقدار غنائم یې ترلاسه کړي وي.
د مجاهدینو همدې توپاني عملیاتو دښمن خورا وارخطا کړی دی. تر دې چې اوس یې غربي باداران هم د قرار په ځای د فرار چورتونه وهي. کله وایي د افغانستان جګړه نه ګټل کیږي. کله طالبان نه ماتیدونکي بولي او کله د داخلي ګوډاګیانو د لوړو تلفاتو ارقام اعلانوي.
دا چې په عملي ډګر کې اشغالګر او ګوډاګی رژیم د هر کله په نسبت محکوم او زبونحاله دی، نو د خپل میداني شکست د جبیرې لپاره یې اوس رواني جنګ او تبلیغاتو ته لاس اچولی. د ګوډاګي رژیم د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو ویاندان په دې وروستیو کې داسې د دروغو خرې بادوي چې په دې برخه کې یې خپل پخواني ټول ریکارډونه مات کړل او په دروغو کې یې نوم ویوست.
په تیرو دوو ورځو کې د ګوډاګي رژیم لخوا ادعاء شوې چې په غزني ولایت کې یې د دوی په خبره لسګونه مجاهدینو ته مرګ ژوبله اړولې چې د دوی په وینا په وژل شویو کې پاکستانیان هم شته. دغه راز د مات دښمن لخوا د هیوادپه ځینو نورو برخو کې هم مجاهدینو ته د درنو تلفاتو د اړولو دعوې شوي دي.
خو حقیقت دا دی چې په تیرو ورځو کې په غزني ولایت کې مجاهدینو ته هیڅ کوم د پام وړ تلفات نه دي رسیدلي. اصلا په تیرو څو ورځو کې د اشغلګرو او ګوډاګي حکومت قاتلو او خونکارو عسکرو د دهیک، قره باغ او شلګر په سیمو کې ملکي خلک په شهادت رسولې، په ناوه ولسوالۍ کې یې عام بازار سوځولی او د لسګونو موټرو په سوځولو سره یې عام اولس ته د میلیونونو روپو زیان اړولی دی. په ګیلان ولسوالۍ کې یې د رسنې سیمې په توپونو او بمبارونو ځپلې، زرګونه خلک یې د ژمي په یخ موسم کې کډوالۍ ته اړ کړي او سلګونه کورونه یي نړولي دي. دغه جنایت کاران غواړي چې له خپلو همدې جنایاتو څخه د عامه نظر د منحرف کولو لپاره د مجاهدینو د تلفاتو خبره تشهیر کړه او خپل جنایات پټ کړي.
په داسې حال کې چې د هیواد په لراوبر کې د اشغالګرو او ګوډاګیانو د شپنیو عملیاتو او بمبارونو له امله هره ورځ د اولسي قتل عام شاهدان یو، هره ورځ ملکي وګړي وژل کیږي، کورونه یي ورانیږي، په نیمو شپو یې عسکر دروازې ماتوي او په خپلو بسترو کې یي شهیدانوي. د دې روانو جنایت سره هم مهال د د اشغالګرو لخوا دروغجن تبلیغاتي کمپاین او طالبانو ته د تلفاتو اړولو ادعاوې چې رسنۍ یې هم په پټو سترګو بدرګه کوي، د جنایت او درواغو د دې موازي بهیر غرض دا دی چې روان جنایات او قتل عامونه پټ کړای شي.
خو هغه چې د دین، هیواد او اولس په دردمن دي باید چې په دې حساس وخت کې خپل مسؤلیت ترسره کړي. د دښمن د جنایاتو مستند راپورونه تیار او خپاره کړي او د دښمن د دروغجنو ادعاوو سپیناوی هم باید پر خپل وخت وکړي تر څو جنایت کارانو ته د خپل مجرمانه کړنو د پټولو فرصت پاته نه شي.
افغان صاحب ، شکلی او په حقایقو متکی څه دی لیکلی وو الله ج دی اجرونه درکړی زه به هم څه ورسره ورزیات کړم او هغه دا چه : ستاسی د لیکنی عنوان دی ( هغوی چه هم خیانت کوی او هم دروغ وایی ) خیانت ، دروغ مکر ، فریب ، وحشت ، فساد او هر څه چه منفی فکر کوی دکفارو د پاره هنر او مهارت یادول کیږی که مونږ انسانانو ته د شرم خبره ده خو هغوی ورباندی ویاړنی کوی ولی ؟ دا ځکه چه دوی کفار دی ، کفر حق پټولو ته وایی دروغ حق، مکر… نور لوستل »