د ناټو وروستۍ پریکړه څومره د افغانانو په ګټه ده؟!

نن ټکی اسیا سرليکنه

د ناټو سرمنشي اندریس ستولتنبرګ د بیلجیم په پلازمینې بروکسل کې د ناټو تړون په وروستۍ غونډه کې اعلان وکړ چې دوی به په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره خپل شتون تر ۲۰۲۴ پوري وغزوي.

نوموړي د ناټو د بهرنيوچارو وزیرانو د غونډې د پریکړه لیک په مهال وویل:

((موږ پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل حضور تر ۲۰۲۴ م کال پورې وغزوو ترڅو افغان ځواکونه د دې جوګه کړو چې په خپله د تروریزم پر ضد جګړه وکړای شي او سیمې ته امنیت راوړي)).

ناټو خپل ماموریت په افغانستان کې په داسې حال کې غزوي چې نیږدې هره ورځ د هغوی د سرتیرو د پوځي عملیاتو په مهال ولسي خلګ وژل کیږي ، کورونه یې بمباریږي او شخصي شتمنيو ته یې زیان رسیږي.

یواځې تیره اونۍ د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۳۲ غړي چې ډیری یې تورسري او ماشومان وو، و وژل شول.

همدا شان وړمه ورځ نړیوالو اوکورنیو رسنیو په پکتیکا ولایت کې د ناټو ځواکونو د هوايي برید په مهال د یاد ولایت د حج او اوقافو ریاست د یوه دولتي مامور د وژل کیدو خبر ورکړ.

په پکتیکا اوهلمند سربیره د هیواد په نورو ولایتونو ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزني او … کې هم هره ورځ ناټو ځواکونو پوځي عملیات تر سره کوي چې له امله یې تر وسله والو ولسي خلګ ډیر وژل کیږي.

ناټو په خپلې هرې غونډې کې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او داخلي ځواکونو د په پښودرولو خبره کوي ، خو دا کله هم نه وايي چې څه ډول ثبات راولي او په څه ډول یې راولي؟

۲۱ جنګي ډلې چې اوس یې اندریس ستولتنبرګ په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د غزولو لامل ګڼي همدا د ناټو او امریکايي ځواکونو د تیر ۱۷ کلن موجودیت محصول دی، په راتلونکو شپږو کلونو کې چې دوی یې په افغانستان کې تیرول غواړي هیڅ د دې تضمین نشته چې له همدې موجودو ۲۱جنګي ډلو څخه به نورې یوویشت جنګي ډلې نه زیږیږي.

تبصرې (2)

  • دا هم د امریکا څو مخی او د اروپایانو خطا ایستنه ده او مدرن استثمارونه ده، د دی په ځای چه اروپایی هیوادو ته په شکاره غلامان ووایی او د کابل د غلامی اداری په شان یی د ځآن پسی کړی ځان یی د ناتو په چوکات کی راوستی . مګر تر ټولو مشر قوماندان به یی تل امریکایی وی . ورته کار د ملګرو ملتو حتی د امنیت شوری سره کوی یعنی هر چاپیریال د امریکا د زر. زور او تزویر په مت د امریکا د استعماری ګټو د باره کارول کیږی یعنی امریکا د نړیوال استعمار په سر او قومانده کی قرار لری .
    دوهمه بله څو مخی چه امریکا او ناتو یی تل یادوی په افغانستان کی د شلو تر دوویشتو دهشتګری ګروپونو نوم اخلی ولی ؟
    دا ځکه چه اصلی دهشتګری ډلی د امریکا په مشری ۴۸ دهشتګری ډلی دی دغه ټولی دهشتګری دیو طالب مجاهدینو په ضد جنګیږی د ټولو خطری او عصری وسلو او وسیلو سره سره بیا هم د اخری ماتو په درشلو کی قرار لری طالبانو ته ننواتی کوی چه څه د اوړو پوزه راته کیږدی او لیار راکړی چه د زمرو مجاهدینو له هیواده وتښتو . خو د دی د پاره چه د خپلو عسکرو مورال یی لږ اوچت کړی وی دا اوازه خپروی چه مونږ خو د طالبانو د یوی ډلی سره د امریکا په مشری ۴۸ ګیدړان نه جنګیږو پلکه د ۲۲ دهشتګری ډلو سره جنګیږو .
    له نیګه مرغه هغه خدعه ،مکر او فریب یی هم د تیر اختر د طالبانو داوربند په ترسره کولو نړیوالو او هیوادولو ته په ډاګه شو چه غیر له ننګرهارکی له داعشی کوچنی حملی ټول هیواد کی امن او امنیت وو دا معنی چه امریکا او ناتو یواځی د یوی مجاهدی ډلی سره چه هغه طالبان او افغانستان مجاهد اولس دی جنګیږی او د شرمیدلو ماتو سره مخ دی

  • تش د سولی په نوم تیرایستونکو غورڅو پرڅو ته د پای ټکی کیښودل شی! اوس خبره ښه واضحه او ښکاره ده چی سوله څوک نکوی افغان ولس که خارجیان؟
    دومره متزلزل موقف یوه ورځ وایی چی سوله کوم، بله ورځ بیا وایی چی جنګ کوم؟
    نه پوهیږم دی ظالمانو ته کوم قانون او وجدان اجازه ورکوی چی افغان مظلوم او بی دفاع ولس د دومره بی رحمه قتل عام کړی؟