خوست: ځانګړو ځواکونو پنځه تنه ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د خوست ولايت نادر شاه کوټ ولسوالۍ په پلوسۍ سيمه کې ځانګړو ځواکونو څلور تنه ولسي وګړي وژلي دي.

د سيمي اوسېدونکي وايي چې تيره شپه د نادر شاه کوټ ولسوالۍ په پلوسۍ سيمه کې د کمپاين ځانګړو عسکرو لومړۍ په دې سيمه کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې ووهلې، خلک يې له کورونو راوويستل پنځه تنه يې وژلي او شپږم يې ټپي کړی دی.

په دغو وژل شويو کسانو کې د مبارک شاه او رسول شاه په نامه دوه وروونه وو چې د مبارک شاه په نامه ورور يې د قصابۍ دوکان درلود او رسول شاه يې په کلي کې د خوراکي توکو دوکان درلود او د د دوی یو بل ورور ټپي شوی هم دی.

همدا رراز د کلي په يو بل کور کې يې د بلال او حنيف الله په نامه دوه تنه نور هم وژلي او يو ماشوم يې په کوڅه کې وژلی دی.

بل لور ته له همدې کلي چې د کمپاين عسکر خپلې قرارګاه ته ستنېدل په لاره کې د طالبانو له کمين سره مخ شوي دي چې
به نتيجه کې يې د يو قومندان په ګډون ۳ تنه عسکر وژلی او يو رينجر او موټر سايکل يې سوځولي دي.

تر اوسه په دې اړه دولتي چارواکو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د