د ټاکنو کميسيون د کابل د ټاکنو په اړه د شکايتونو کميسيون پريکړه رد کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د شکايتونو د کميسيون هغه پريکړه رد او ناقانونه وبلله چې له مخې يې د کابل د ولسی جرګې ټاکنو ټولې رايې باطلې اعلان شوې وې.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون نن له غرمې مخکې د کابل ولایت د ولسي جرګې ټولې رايې د فساد او درغلۍ له امله باطلې اعلان کړې، خو د ټاکنو خپلواک کمیسيون دا پريکړه ناقانونه وبلله.

د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع صیاد د شکايتونو کميسيون دا پريکړه د خلکو په ټاکنو سياسي معامله وبلله او زياته يې کړه چې دا پريکړه ناقانونه ده.

صياد وويل چې د شکايتونو کميسيون هر وخت د ټاکنو د سبوتاژ کولو او ددې پروسې د ناکامولو هڅه کړې ده خو په وينا يې هيچا ته به ددې پروسې د ګډوډلو اجازه ورنکړي.

هغه وويل چې د ټاکنو خپلواک کمیسيون د خلکو رايو ته درناوی لري او ويې ویل چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو رايې شميرل روان دي چې لومړنۍ پايلې به يې له شميرلو وروسته اعلان کړي.

د ټاکنو د شکایتونو کميسيون وياند علي رضا روحاني ويلي وو چې د کابل ولایت د ټاکنو په اړه يې درې زره شکايتونه ترلاسه کړي دي چې د هغو له ارزولو وروسته يې د کابل د رايو د باطلولو پريکړه کړې ده.

تر اوس د شکايتونو کميسيون د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دريځ په ځواب کې څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د