زلمی خليلزاد له کابل نه مسکو ته لاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د قضيې د حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی نن له غرمې مخکې کابل ته راغی او په کابل کې يې د ګډ حکومت له مشر او اجرائيه رئيس په ګډون نورو چاروکو سره وکتل او له هغې وروسته مسکو ته لاړ.

په کابل کې د امريکا سفارت په يوه خبر پاڼه کې راغلي چې زلمي خليلزاد نن ورځ په کابل کې د افغانستان د حکومت له مشرانو سره وليدل او افغانستان ته يې د سيمې له هيوادونو سره د اړيکو او په دې هيواد کې د شخړو د سياسي حل له پاره د کار کولو سپارښتنه وکړه.

د جمهوري رياست وياند صميم عارف هم رسنيو ته ویلي چې زلمي خليزاد په ارګ کې د حکومت له مشرانو سره ليدلي دي او د افغانستان د قضيې په اړه يې د خپل سفر او د سيمې د هيوادونو د دريځ او د راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

زلمی خليلزاد له امريکا څخه د روانې مياشتې په ۲ مه نېټه خپل سفر پيل کړی دی او د افغانستان د قضيې د سوله ييز حل له پاره به افغانستان، پاکستان، روسيه، متحده عرب امارت، روسيه او بليجم هيوادونو ته سفر وکړي.

پاکستان ته د زلمي خليلزاد د سفر په اړه د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي وو چې پاکستان د افغانستان د قضيې د حل له پاره زلمي خليلزاد ته د مرستې ډاډ ورکړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د