اسلامي هیوادونه او د کفارو غلامي!!

ابو ياسر افغان

که نن سبا موږ او تاسې د اسلامي امت مظلومیت او دردوونکي حالت ته ګورو نو زیاتره وخت مو ګیله د اسلامي هیوادونو له پوځونو کیږي او وايو چې د شاوخوا ۵۶ اسلامي هیوادونو په میلیونونو پوځونه ولې داسې غافل او د اسلامي امت په حالت ناخبره دي، خو حقيقت څه بل ډول دی او هغه دا چې اسلامي هیوادونه خو په نوم اسلامي هیوادونه دي مګر پوځونه او نظامونه یې اسلامي نه دي.

لومړی زه د خپلې خبرې د اثبات لپاره دا روڼ حقيقت ستاسو مخ ته ږدم چې د بیت المقدس موضوع د ټول عالم اسلام موضوع وه او اوس هم ده مګر د عربو او عجمو تش په نوم اسلامي حکومتونو هیڅکله هم د دې مهمې موضوع په تړاو خپل مسؤلیت ادا نه کړ.

دویم دا چې د په نوم اسلامي هیوادونو مشران او نظامونه سره د دې هر څه او د ټولو حقایقو لیدلو باوجود بیا هم د امريکا په مشرۍ د نړيوال اسلام ضد صلیبي او یهودي ائتلاف متحدین جوړ شول چې ښه بیلګه یې د ناټو سره مرسته، د عراق پر ضد د امریکا همکاري، د لیبیا، مصر، سوریې او فلسطین په قضیو کې د امريکا د پالیسۍ او دجالي سیاست ننګه ده.

همدا اوس چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلامي امت د مظلومو پرګنو د وینو سیلابونه بهیږي، له افغانستان، عراق، سوريې او لیبیا نه د ژوندیو انسانانو هديرې جوړې شوي مګر لا هم د اسلامي هیوادونو نظامونه او پوځیان د امریکایانو لپاره د کرایي او قراردادي جنګياليو دنده اجرا کوي.

له بلې خوا د اسلامي هیوادونو له کانفرانس واخله بیا د اسلامي نړۍ د علماؤ تر نړيوالې اتحادیې پورې ټول د امريکا په وړاندې بې وسه او کمزوري دي دا بیا د بدبختۍ د پاسه بله بدبختي ده.

په اسلامي هیوادونو دا حالت د هغو خاينو او غدارو مشرانو له لاسه راغلی چې د خپل اقتدار او چوکۍ د ساتلو لپاره یې امريکا ته د عمر تر پایه د غلامۍ کولو تړونونه امضاء کړي، سره د دې چې خپلو ځمکو کې ورته الله جل جلاله د تیلو او اوبو په څېر قیمتي سرچينې او خزانې ورکړي مګر اوس هم دوی د يهوديانو په مخکې د سوال لاسونه غوړولي او يهوديان ورته د سودي پورونو او د سختو شرایطو لاندې د مرستو په ورکولو په بدل کې د اسلام پرضد د دوی(کفارو) د مرستې حکم کوي او دوی یې مني.

دا مۀ هیروئ چې د امريکا او اروپا په مرسته د کومو هیوادونو حکومتونه او پوځیان روزل شوي، هغه هیوادونه او د هغوی پوځ او نظامونه به تر هغه وخته د اسلام خلاف د امريکا غلامي کوي تر څو چې دوی په دې لاره کې یا ووژل شي او یا د سخت عبرتناک شکست په منلو اسلامي امت ته تسلیم شي.

د اسلامي هیوادونو اوسني حکومتونه له یوې مخې د يهوديانو تر درنو ملا ماتوونکو پورونو او احسانونو لاندې دي، دوی ته يهوديانو ویلي چې: که تاسو زموږ له غلامۍ انکار وکړئ نو موږ به په بیلابیلو طریقو ستاسو نظامونه ستاسو د خپلو خلکو په لاسونو به منځه یوسو چې ښه بيلګه یې د لیبیا او عراق نظامونه وو.

دا موږ چې وایو د امريکايانو مرستې او همکاري د ښۀ نیت او بشر دوستۍ په اساس نه ده بلکې د دې په بدل کې امريکا خپلو ګټو ته د کرایي او اجرتي جنګياليو زیاتول غواړي؛ موږ وینو چې امريکا د خپلو لاس لاندې مستعمرو او هلته د لاسپوڅو رژیمونو پوځونه د خپل دین او خلکو سره په جګړو اخته کړي او په دې توګه د تفرقه واچوه حکومت کوه په شعار عمل کوي. امريکايانو چې د شيطانت په اړه یې تاریخونه ګواه دي هیڅکله د اسلامي امت سره بلا عوضه مرستې نه دي کړي او نه به یې وکړي، د دیموکراسۍ په پلمه یې پر اسلامي هیوادونو داسې شریر او غلام رژیمونه تپلي چې د خپل دین، خلکو، خاورې او ناموس نه هم ورته د امريکا ګټې مهمې دي.

د دې لپاره چې اسلامي امت له موجوده بدبختۍ څخه را وویستل شي، نو موږ باید د کفر باالطاغوت فکر عام کړو، باید په خپلو ټولنو کې د امريکا د غلامۍ او امريکا څخه د ډار ذهنیتونه بدل کړو، د موجوده اسلامي هیوادونو د رژیمونو او پوځونو په اړه عامو مسلمانانو ته پوره اګاهي ورکړو او د آزادۍ په قدر او قیمت د اسلامي امت د نوي نسل د پوهولو په چاره کې د زړۀ له کومې مبارزه وکړو. اميد دی چې راتلونکی انقلاب به د اسلامي امت د بریا او د تیر برم د بیا اعادې انقلاب وي.

ان شاءالله

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مختار
میلمه
مختار

ولا دا دیره د افسوس خبره ده.