افغانستان

طالبان وايي سوله په وحشت او درندګۍ نه راځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي چې امريکا له یوې خوا په افغانستان کې د سولې او مذاکراتو خبره کوي او بل لور ته يې شپنيو عملياتو او ړندو بمباريو ته زور ورکړی چې دا ښکاره وحشت او منافقت دی او په دا ډول وحشت او درندګۍ سوله نشي راتلای.

طالبانو په خپله رسمي ويب پاڼه « د ورځې خبره» په نامه يو مطلب خپور کړی دی چې په کې راغلي امريکا له يوې خوا د خبرو اترو او مذاکرتو منډې ترړې زیاتې کړي دي او بل لور ته يې په ولس شپني عمليات او ړندې بمبارۍ زياتې کړي دي چې دا هغه څه دي چې د سولې او مذاکراتو د ټکني کولو امکان زياتوي.

طالبان وايي چې نژدې پنځه مياشت کيږي چې امريکا له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د مخامخ خبرو هڅې پیل کړي دي خو په همدې موده کې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې هوايي بريدونه، بمبارۍ او شپنيز عمليات هم زيات شوي دي.

په مطلب کې ويل شوي دي چې د تيرو پنځو مياشتو په اوږدو کې په هوايي بریدونو او چاپو کې ۱۶۶۲ تنه ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې وژل شوي دي او ددې دوه چنده ټپيان شوي هم دي او په لوړه کچه مالي زيان هم خلکو ته اوښتی دی.

په دې مطلب کې د هلمند په ګرمسير ولسوالۍ کې تيره اوونۍ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې يادونه د بيلګې په توګه شوې ده چې په کې ۲۳ تنه ولسي وګړي چې یوازې اتلس په کې ميرمنې وې د امريکا په هوايي بريد کې وژل شوي وو.

طالبانو په دې وروستيو کې د خوست، کندوز، وردګ، پکتيا، ننګرهار او نورو ولايتونو کې هم د په ولسي وګړو د هوايي بريدونو يادونه کړې ده چې ډيری قربانيان يې ولسي وګړي وو.

مطلب په پای کې راغلي چې « موږ نه پوهیږو چې دښمن ولي د لیوني داړه مار حیوان غوندې هري خوا ته خولي اچوي، آیا دا ډول دوه رنګي، دروغ، وحشیانه کړني او درندګي هغه کوم هدف ته رسولای شي؟!

د عام ولس په وژنو سره یوازي خپله وحشي څیره نوره هم رسوا کوي، خو هغه مذموم اهداف چې دوی يې ترلاسه کول غواړي، هیڅکله نشي ترلاسه کولای.

حقیقت دا دی چې له دا ډول وحشت او درندګي سره د سولي نغارې غږول هیڅ اړخ نه لګوي، په دې کار سره دوی نشي کولای چې مجاهدین تنزل او یا معاملې ته اړکړي. البته دا لیري نه ده چې اسلامي امارت د ګډ دښمن د دا ډول وحشیانه اعمالو په ځواب کې له هغوی سره د مذاکراتو د قطع کولو په اړه له سره غور کولو ته اړشي.

ځکه له یوې خوا د سولي نغارې غږول له بلي خوا پر عام ولس بمونه اورول، ښځي او ماشومان په شهادت رسول؛ څرګند منافقت، دوه مخي، وحشت او درندګي ده چې اوس فعلاً یې امریکایی یرغلګر او د هغوی مزدور غلامان ترسره کوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

تالبانو ته زما د يو عام افغان په توګه دا پيغام دى: تاسو د امريکا سره د سولې په بدل کې خپلې سياسي غوښتنې وکړئ خو عام انسانان هم پوهېږي چې امريکا دوه مخه د اقتصادي زورواکۍ لمخې په سيمه کې د پيسو په زور هراړخيزه فشارونه مخته کړي او يوه ژبه نه لري نو ستاسو د عوامو د خواخوږۍ پخاطر څه پلان او ستراتيژي ده چې نه وګړي زيان ومومي نه هم ستاسو ځاى ناستې لپاره خنډونه جوړ شي؟ تاسو ته هم ديني اجازه شته چې منافقينو سره چې وس مو په اقتصادي وجه نه پرې رسېږي منافقت وکړئ… نور لوستل »

غوربندي

ښاغليه

ستلسو دا پښتو ليکل هم څه عجيب غوندې دي

فساد په پصاد ليکې او طالب په تالب، خدای ﷻ وکړي بهرنئ نه وئ!

زما وړانديز دادی چې طالبان دا ځل له خليلزاد سره د مخامخ کيدو په مهال يرغلګرو ته دا اخطار ورکړي چې که عملا له خپل وحشت او يرغل څخه شاتګ پيل نکړي نو د مذاکراتو او تفهيم دروازې به بندې کړو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x