د سامسنګ نوی مبایل له «۱۰۰۰» جي بي حافظې، «۱۲» جي بي ریم او ۶۰ میګا پېکسله کامرې سره

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د مبایلونو ستر شرکت سامسنګ اعلان کړی چې په خپل راتلونکې ګلیکسي مبایل کې به داسې ځانګړتیاوې زیاتوي چې تر دې دمه یې د نړۍ هیڅ مبایل نه لري.

دغه مبایل به د ایس سیریز برخه وي چې د راتلونکې ۲۰۱۹م کال په پېل کې به وړاندې شي، کوم به چې ۶۰ میګا پېکسله کامره او په لومړي وار د فایو جي سروس کارولو وړتیا ولري، دغه مبایل به په بیترۍ کې هم تر نورو ټولو غوره وي.

همدا ډول دغه مبایل به په لومړي وار تر ۱۰۰۰ جي بي (1TB» حافظه STORAGE او ۱۲ جي بي ریم RAM ولري، چې تر دې دمه په هیڅ کوم مبایل کې نه دي ورکړل شوي، استعمالونکی کولای شي په میموري کارت زیاتولو سره حافظه تر ۵۰۰ جي بي اضافه کړي.

له دې وړاندې یاد شرکت په سامسنګ ایس ۹ مبایل کې د ۵۱۲ جي بي حافظه وړاندې کړې وه، همدا ډول نور مبایلونه لکه آیفون او هوواوې هم د ۵۱۲ جي بي حافظې لرلو مبایلونه وړاندې کړي وو.

سامسنګ شرکت په پام کې لري چې د راتلونکې کال په سر کې نوي غوره ځیرک مبایلونه وړاندې کړي، چې درې ورژنه به یې ۸ جي بي ریم، ۶۴ او ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکي وي او یو به یې د ۱۲ جي بي ریم، ۱۰۰۰ جي بي حافظې او ۶۰ میګا پېکسله کامرې سره وي.

سربېره پر دې دغه مبایل به نړۍ کې په لومړي وار د فایو جي «5G» سروس کارولو وړتیا ولري چې تر دې دمه یې هیڅ کوم مبایل نه لري، که څه هم په نړۍ کې اوسمهال د فایو جي سروس فعالیت نه دی عام شوی خو شونې ده راتلونکې کال وړاندې شي.

ددغې مبایل یوه بله په زړه پورې ځانګړتیا به دا هم وي چې داسې وایرلس مبایل چارجولو سیستم به وړاندې کړي چې ددغې مبایل څخه به بل مبایل هم چارجیږي، خو دغه ځانګړتیا هوواوې په میټ پرو ۲۰ کې وړاندې کړې ده.

یاده دې وي چې تر دې دمه سامسنګ په ایس سیریز کې تازه «S9، S9+» مبایلونه وړاندې کړي او راتلونکې مبایلونه به د ایس ۱۰ سیریز برخه وي، چې د تېر په څېر به یو وار بیا نړۍ حیرانه کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د