نړۍ

د پاکستان پوځ: د پښتنو ژغورنې غورځنګ دې حکومت د زور ازمايلو ته نه مجبوروي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پوځ د پښتنو ژغورنې غورځنګ غړو ته خبرداری ‏ورکړی، چې تر هغه حده ونه رسيږي، چې حکومت يې پر ضد د زور ازمايلو ته مجبور شي.‏
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې «ای ايس پي ار» مشر جنرال اصف غفور د پوځ په مرکزي قومندانۍ ‏‏«جي اېچ کيو» کې رسنيو ته وويل، چې پوځ او حکومت د پښتنو ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې يوه يوه ‏پوره کوي، خو دغه ډله بايد هغه برید ته ونه رسېږي، چې حکومت يې پر ضد ګام اخيستو ته مجبور شي.‏
خو د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي، چې دوی له حکومت څخه شپږ غوښتنې لري او تر ‏اوسه يوه هم نه پوره شوې.‏
ښاغلي پښتين ويلي، چې دوی به د خپلو غوښتنو لپاره هلې ځلې کوي او زياته کړې يې ده: «که دولت زموږ ‏وي، بايد زموږ غوښتنې ومني او که خبره د د بادار او غلام وي، نو دوی دې خپل ظلم کوي او موږ به يې ‏زغمو.»‏
جنرال اصف غفور ويلي و، چې د پښتنو ژغورنې غورځنګ «پي ټي ايم» درې غوښتنې وې، چې يوه يې د ‏امنيتي چيک پواينټونو کمول و، هغه عملي شوې، د پخوانيو ځای پر ځای شوو ماينونو پاکول و، په هغې ‏کار روان دی او ۴۴ سلنه کار يې پوره شوی او بل د تري تم شوو خلکو پيدا کېدل دي په دې برخه کې هم ‏ډېر پرمختګ شوی دی.‏
خو منظو پښتين وايي، چې د دوی غوښتنې درې نه، بلکې شپږ دې او تر اوسه يې يوه هم نه ده منل شوې.‏
ښاغلي پښتين وايي، چې د دوی تر ټولو ستره غوښتتنه د نقیب الله مسيد د قاتل راو انور محاکمه کول و، ‏خو حکومت نه يوازې هغه محاکمه نه کړ، بلکې ټولو ته ښکاري، چې هغه ازاد ګرځي.‏
د پښتنو ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به خپلو سوله ييزو هڅو ته دوام ‏ورکړي او تر څو يې، چې غوښتنې نه وي منل شوي، په کراره به نه کيني.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x